مسلمانان باید د عربستان د جنایتونو مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91881-مسلمانان_باید_د_عربستان_د_جنایتونو_مخه_ونیسي
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدر الدین الحوثي د لوی اختر په مناسبت وینا کښې په ټولو مسلمانانو غږ وکړ د سعودي رژیم د جنایتونو د دوام خنډ شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • مسلمانان باید د عربستان د جنایتونو مخه ونیسي

زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدر الدین الحوثي د لوی اختر په مناسبت وینا کښې په ټولو مسلمانانو غږ وکړ د سعودي رژیم د جنایتونو د دوام خنډ شي .

هغه په خپلې وینا کښې د لوی اختر په مناست د یمن ملت او اسلامي امت ته په مبارکې سره وویل د روان کال لوی اختر په داسې حال کښې رسیدلی دی چې د اسلامي امت لپاره سترې پیښې رامینځته شوي د اسلامي دنیا د هیوادونو لپاره د حج د مراسمو بندیدل او په یوې(۱) بیلګه مناسبت د هغې بدلیدل ترټولو مهمې پیښې دي .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدر الدین الحوثي د کورونا ویروس د خپریدا  په پلمه د روان کال د حج لپاره د محدودیت په رامینځته کولو کښې د سعودي عربستان اقدام غیر قانوني وباله او ډاګینه یې کړه د عربستان دغه کار د اسلام د یوه(۱) مهم  رکن پرضد ستر جنایت دی .

هغه د سعودي عربستان بل جنایت د یمن په مظلوم ملت ناځوانمردانه حملې وبللې او ویې وویل په یمن باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف بریدونه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په څارنې سره ترسره کیږي .

بل خبر دا چې د یمن د روغتیا وزیر طه المتوکل پرون وویل د سونګو د نشتون په وجه د هیواد د خصوصي او د عمومي روغتونونو ځانګړي برخې یعني ايي سي یو (intensive care unit)د چټي کیدا په درشل کښې ورغلي دي .

هغه د دوه سوه (۲۰۰) نوزیږي ماشومانو چې په روغتون  کښې ساتل کیږي د مړ کیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړ .

د یمن د روغتیا وزیر المتوکل د دغه هیواد ملت ته د انسان دوستانه مرستو د استولو په خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت او د عمان هیواد قدرونه وکړه .