امریکا او ځيني لویدیوال په لبنان کې په فتنې پسې دي
(last modified Mon, 10 Aug 2020 09:56:50 GMT )
Aug 10, 2020 14:26 Asia/Kabul
  • امریکا او ځيني لویدیوال په لبنان کې په فتنې پسې  دي

د لبنان له کړیدلي او تاواني شوي خلکو سره مرسته یوه اسلامی او انساني دنده ده .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشر سیدابراهیم ریئسي نن ددې خبرې په کولو سره چې امریکا،اسرائيل او ځینی اروپائي هیوادونه هیڅکله هم په لبنان کې خپلو سپیروموخو ته نشي رسیدلی زیاته کړې ده،دلبنان د ولس په ضد هیڅ ډول دسیسه  نشي بریالۍ کیدلی .

ابراهیم ریئسي د لبنان  دوحدت او اسنجام په ضرورت په ټينګار سره روښانه کړې ده ،حزب ا..ولسی غورځنګ نن سبا  دلبنان د اقتدار او ویاړ او عزت یوه ځلانده پاڼه  ده او دښمنان   دا نشي داغی کولی ږ

 د ایران د قضایه قوې مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  باید د بیروت بندر د چاودنې دعاملانو اوګرَموکسانوپه باب کافی ارزونې اوڅيړنې وشي ووئیل، دلبنان د ولس او د نورو هیوادونو  لپاره ددغې غمیزې  د اړخونو  روښانه کیدا ځيني ټکي لري .  هغه همداراز په دې  خبرې په ټينګار سره چې  درست باید هڅه وکړي ، څو د لبنان د ولس کړاؤ او مصیبتونه کم شي ، ووئیل  د لبنان له کړیدلي او تاواني شوي  خلکو سره  مرسته  یوه اسلامی او انساني دنده ده .