القاعده او داعش ډلې له عربستان سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92401-القاعده_او_داعش_ډلې_له_عربستان_سره_مرسته_کوي
زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل حکومتي عسکرو او ولسي کمیټیو په البیضا ولایت کښې په عملیاتو کښې داسې سندونه موندلي دي چې د سعودي عربستان په ائتلاف کښې د داعش او د القاعده ترهګرو ډلو د عناصرو د مشارکت ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 22, 2020 04:48 Asia/Kabul
  • القاعده او داعش ډلې له عربستان سره مرسته کوي

زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل حکومتي عسکرو او ولسي کمیټیو په البیضا ولایت کښې په عملیاتو کښې داسې سندونه موندلي دي چې د سعودي عربستان په ائتلاف کښې د داعش او د القاعده ترهګرو ډلو د عناصرو د مشارکت ښودنه کوي .

هغه وویل د یمن وسله والو ځواکونو په البیضا ولایت کښې واقع په  قیفه سیمې او د هغې په شاوخوا کښې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي دي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د پوځ په دغو عملیاتو کښې د تکفیري عناصرو په ترټولو سترو پټنځایونو بریدونه وشول او یوشمیر سیمې  له ټروریسټانو ازادې شوې چیرې چې د عربستان د ټاپو وزمې په سویه د القاعده او د داعش ترټولو ستر مرکزونه وو .

هغه وویل په دغو عملیاتو کښې څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰)تکفیریان مړه ، ژوبل او یا ونیول شول او ځینې وژل شوي کسان د عربو او د نورو هیوادونو ښاریز دي  .

په یمن کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، اسرائیل ، اردن ، امریکا ، انګلستان او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .