رسندوي یرغل، په روانو حالاتو کښې د مقاومت خلاف د مخالفانو ډیره مهمه سټراټیجي
(last modified Mon, 31 Aug 2020 00:39:58 GMT )
Aug 31, 2020 05:09 Asia/Kabul
  • رسندوي یرغل، په روانو حالاتو کښې د مقاومت خلاف د مخالفانو ډیره مهمه سټراټیجي

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د عاشورا په شپه په خپله وینا کښې رسندوي یرغل نن سبا د مقاومت خلاف د مخالفانو ترټولو مهمه سټراټیجي وبلله.

له ۲۰۰۰ میلادي کال وروسته په لویدیځې آسیا کښې د قدرت جیوپالیټیک له اساسي بدلونونو سره مخ شوی او په دې سیمه کښې د مقاومت د جبهې وزن او موقعیت زیات شوی دی. هم دې حقیقت ته په پام سره امریکې او صهیونیسټي رژیم په ۲۰۰۶ کال کښې د لبنان د حزب الله د ختمولو په موخه یو جنګ پیل کړ خو دغه ۳۳ ورځنې جنګ خپلې موخې ته په رسیدو کښې د صهیونیسټي رژیم او امریکې په ماتې سره پاې ته ورسید.

بیا په ۲۰۱۱ کال کښې د سوریې د سیاسي نظام د پرزولو په موخه د دغه هیواد په کړکیچ کښې مداخله وشوه. پر امریکې او صهیونیسټي رژیم سربیره په دغه کړکیچ کښې ځینې عرب هیوادونه او ترکیه هم د سوریې د نظام خلاف ودریدل خو په سوریې کښې د مقاومتي ډلو شتون او د ایران د اسلامي جمهوریت د صلاح مشورو له لارې ملاتړ سبب شو چې له دغه کړکیچه د لسو کالو له تیریدو سره سره د سوریې نظام د دغه هیواد څه باندې ۹۰ فیصده خاوره په خپل واک کښې لري.

پر پوځي بریاؤ سربیره د مقاومت ډلې په تیره د لبنان حزب الله په سیاسي ډګر کښې هم مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي داشان چې د مقاومت ائتلاف د لبنان د ۲۰۱۸ کال د مۍ میاشتې په پارلیماني انتخاباتو کښې د ۶۸ څوکیو په ګټلو سره پریکنده پارلیماني اکثریت ترلاسه کړ. هم دغه حالت په عراق او یمن کښې هم تکرار شو او د مقاومت چورلیز د عراق او یمن په دواړو هیوادونو کښې هم په سیاسي او پوځي بدلونونو کښې برلاسې دی.

دې حالت ته په پام سره د مقاومت مخالفانو د مقاومت خلاف رسندوي یرغل ته مخه کړې ده. رسندوي جنګ د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او د لبنان، عراق، شام او یمن په شان هیوادونو کښې په موجودو ډیرو ستونزو کښې د مقاومت د ګرَم ښودلو په موخه ترسره کیږي. دغه اهداف د دروغو خبرونو د خپرولو او په تیره بیا لبنان کښې د حزب الله د څیرې د بدرنګولو له لارې تعقیبیږي.

سید حسن نصر الله د وړمې شپې په وینا کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې (د حزب الله خلاف د رسندوي یرغل سیاست غوره کړې شوې دی)، په دې لړ کښې د یوې داسې فکر خونې یا تهنک ټینک د شتون خبر ورکړ چې د دروغو خبرونو له جوړولو وروسته هغه رسنیو ته ورکوي.

بله موضوع دا ده چې دغه جنګ نه یوازې په لویدیځ، عربي او عبري چورلیز پورې پیئلې رسنۍ کوي بلکې سید حسن نصر الله د لبنان په شمول په هدف هیوادونو کښې دننه په هم دې لړ کښې د ځینو عربي او غربي هیوادونو د سفارتخانو د رول خبر هم ورکړ.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې هکله وویل: دغه سفارتخانې د دروغ خبرونونو د خپرولو او د حزب الله د څیرې د بدرنګه کولو په لړ کښې میلیونونه ډالر لګوي او د دروغو د خپرولو او د عامه خلکو او افکارو د زهرجنولو لپاره هیڅ حد او حدود نه پیژني او د حزب الله خلاف دا دومره زیاتې سایبري او الیکټرانیکي حملې په تیرو ۴۰ یاو ۵۰ کلونو کښې بې مخینې دي.

هم دغو سټراټيجیو ته په پام سره مخالفان هڅه کوي چې د لبنان او عراق په شان هیوادونو کښې د اقتصادي ستونزو، مالي فساد او هم داشان د کسانو د وژلو او داسې نورو ډیرو ستونزو پړه د مقاومت د ډلو په غاړه ورواچوي. دا په داسې حال کښې دي چې په دغو هیوادونو کښې قدرت ډیرې لسیزې د لیبرالانو او لویدیځ پالانو په لاس کښې و او اقتصادي ارګانونه لاهم د دغو بهیرونو په واک کښې دي. په حقیقت کښې کومه موضوع چې سید حسن نصر الله د حسیني عاشورا په شپه مطرح کړه ، د شناختي جنګ  په لړ کښې ده چې د مقاومت مخالفانو په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کښې یې ورته مخه کړې ده.

وروستې ټکې دا چې که څه هم مقاومت په سیمه کښې رسندوي قدرت نه لري خو د سید حسن نصر الله په خبره، مقاومت د امام حسین علیه السلام او د هغوي د اصحابو په مکتب کښې وده کړې او فعالیت کوي چې د دغه مکتب ترټولو مهمه ځانګړتیا، د ظلم او ظالم په وړاندې مقاومت دی. دغه ځانګړنه په تیرو ۳۸ کلونو کښې یعنې په ۱۹۸۲ کال کښې د حزب الله له جوړیدو راهیسې د مقاومت خلاف د مخالفانو د هلوځلو د ماتې ډیر مهم لامل دی.

عبدالماجد درانی

 

ټیګونه