د کشتیو نیول د یمن حالات لا پسې کړکیچن کوي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د بهرنیو چارو وزارت وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د کشتیو د نیولو دوام او الحدیده بندر ته د دغو کشتیو د ورتلو مخنیوی د یمن د ملت د حالاتو د کړکیچن کیدا سبب شوی دی .
د یمن د بهرنیو چارو وزارت نن د کشتیو د نیولو او الحدیده بندر ته د دغو کشتیو د ورتلو د مخه د نیولو لپاره د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف اقدام ته په اشارې سره ټینګار وکړ د کشتیو نیول د اسټکلهم د موافقې او د نړیوال قانون ښکاره خلاف ورزۍ ده کوم چې په صراحت سره الحدیده بندر ته له هیڅ خنډ پرته د کشتیو او د شیانو د ورتلو په اجازې ټینګار لري .
د یمن خارجه وزارت وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف او د دوې ګوډاګیان باید نیول شوي کشتۍ خوشي کړي او هغوې ته اړونده د نړیوالو پریکړه لیکونو احترام وکړي .
د سعودي عربستان او امریکا ائتلاف د تیلو او د سامان وړونکو کشتیو په نیولو او د یمن الحدیده بندر ته د دوې د ورتلو په مخنیوي سره د دغه هیواد په خلکو سخت دباو اچوي .
څه موده مخکې په یمن کښې د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي ( World Food Programme) د دفتر مدیر اسټیفن ایندرسون ویلي وو د یمن دولس (۱۲) میلیونه خلک د قحطۍ په درشل کښې ورغلي دي .