سعودي عربستان په یمن تیریو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پنځوس (۱۵۰) ځله د اووربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د یمن یوې (۱) پوځي سرچینې وویل د سعودي عربستان د جاسوسۍ د الوتکو د تیریو دیارلس (۱۳) موردونه په شارع الخمسین او الدریهمي سیمو ، په الفازه او حیس سیمو د پاسه د پینځو (۵) جنګي الوتکو الوتونه ، په الحدیده ښار د پاسه د جاسوسۍ د نولسو (۱۹) الوتکو الوتونه او کیلو شپاړس (۱۶) ، الفازه او الجبلیه سیمو تیري په دې موده کښې د اووربند په خلاف ورزیانو کښې ګڼل کیږي .
د یمن پوځي سرچینې د سعودي عربستان د توپونو دیرش (۳۰) بریدونه او درې اتیا (۸۳) ځله ډزې په الحدیده ولایت کښې د اووربند نورې خلاف ورزیانې وبللې .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، اردن او اسرائیلو وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن پوځي تیریو او بریدونو او دغه راز د سمندر او ځمکې له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
بل خبردا چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو یوځل بیا په غلطۍ سره د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي ته په اړونده ګوډاګیانو بریدونه کړي دي .
د یمن پوځي سرچینو پرون وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف یوې (۱)جنګي الوتکې په مارب ولایت کښې العلم دښتې کښې د عبدربه منصور هادي د عناصرو په مرکز بمبارې کړي دي چې له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوي دي .