د یمن روغتونونه له بندیدا سره مخ شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92710-د_یمن_روغتونونه_له_بندیدا_سره_مخ_شوي_دي
زمونږ خبریال وايي د یمن د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري په راتلونکو ورځو کښې د هیواد د زیاتو روغتونونو د بندیدا په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • د یمن روغتونونه له بندیدا سره مخ شوي دي

زمونږ خبریال وايي د یمن د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري په راتلونکو ورځو کښې د هیواد د زیاتو روغتونونو د بندیدا په هکله خبرداری ورکړ .

د یمن په شمال لویدیځ کې  په حجه ولایت کې د روغتیا وزارت دفتر نن وویل د پیټرولو د ختمیدا په دلیل په «خیران المحرق» سیمه کې د «یاسر وثاب» روغتون طبي خدمات بند شوي دي .

هغه وویل په یمن کې څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) حکومتي او خصوصي روغتونونه د سونګو او د پیټرولو له کړکیچ سره مخ دي او په راتلونکو ورځو کې به زیات روغتونه بند شي .

د یمن د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د سونګو د وړونکو  کشتیو نیول هماغه راز دوام لري وویل نړیوالې ادارې په یمن کې انساني کړکیچ ته پام نه لري .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف څه د پاسه پینځه () میاشتې کیږي چې د یمن د سونګو یویشت (۲۱) کشتۍ یې نیولي دي .