عربستان او بحرین د اسرائیلو الوتکو ته اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92825-عربستان_او_بحرین_د_اسرائیلو_الوتکو_ته_اجازه_ورکړه
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشر سلاکار او زوم جیراډ کوشنر وویل سعودي عربستان او بحرین له خپلو هوايي حریمونو څخه د صهیونیسټ رژیم د الوتکو له تیریدا سره موافقت وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 10, 2020 10:29 Asia/Kabul
  • عربستان او بحرین د اسرائیلو  الوتکو ته اجازه ورکړه

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشر سلاکار او زوم جیراډ کوشنر وویل سعودي عربستان او بحرین له خپلو هوايي حریمونو څخه د صهیونیسټ رژیم د الوتکو له تیریدا سره موافقت وکړ .

جیراډ کوشنر بیګا وویل سعودي عربستان او بحرین د اسرائیلو د الوتکو شرکتونو ته اجازه ورکړي ده چې د اسیا لوې وچې ته د تلو لپاره د دغو دوو(۲) هیوادونو له هوايي حریمونو استفاده وکړي .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار او زوم جیراډ کوشنر وویل د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو ترمینځ د اړیکو د عادي کیدا موافقه به د ولسمشر ټرمپ په شتون سره د سپتمبر د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه  لاسلیک شي .

له صهیونیسټ رژيم سره د عربو رژیمونو د اړیکو د عادي کولو د بهیر د اسانتیا لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ له هڅو وروسته متحده عربي امارات او اسرائیل د تیرې اګست میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه د ډیپلوماټیکو اړیکو په کامل ډول د عادي کیدا په هکله موافقې ته ورسیدل .

د اسرائیلو او د متحده عربي اماراتو په دغه موافقې اسلامي نړۍ پراخې نیوکې وکړې .

د اسرائیلو رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د عربو هیوادونو په تیره بیا د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو هڅې په داسې حال کښې دي چې صهیونیسټ رژیم کلونه کلونه کیږي د فلسطینیانو په وژلو سربیره ډیرې اسلامي او عربي سیمې هم نیولي دي .