د یمن پوځ د عربستان د پوځيانو پرضد عملیات کړي
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن پوځ او ولسي کمیټیو د سعودي عربستان د ائتلاف جنایتونو ته په ځواب کښې په نجران کښې په عملیاتو سره تیریګر ځواکونه حیرانه کړل .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو نن د سعودي عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په یو لړ پوځي عملیاتو سره د عربستان د تیریګر ائتلاف څو زغرګاډي تباه کړل او یوشمیر پوځيان یې هم ورته ووژل .
د یمن پوځ او ولسي ځواکونو د «بقاع» دښتې په سرحدي سیمه کښې هم د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو په اډو بریدونه وکړل او له کبله یې یوشمیر تیریګر پوځیان مړه او ژوبل شول .
د یمن عسکر دغه راز بریالي شول د عربستان د نجران سیمې په ګاونډ کښې په« الربعه »سیمه کښې د ریاض د تیریګرو ځواکونو د نفوذ مخه ونیسي .
د یمن پرضد د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو په حملو کښې تراوسه څ د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .