قطر به د فلسطين د مسئلې ترهواري له صهيونېسټ رژيم سره هيڅ ډول تعلقات ټينګ نه کړي
Sep 15, 2020 15:53 Asia/Kabul
د قطر د خارجه وزرات وياندې وويل: دغه هېواد به د فلسطين د مسئلې تر هواري له صهيونېسټ رژيم سره هيڅ ډول ډېپلومېټک تعلقات ونه لري.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د قطر د خارجه وزارت وياندې مېرمن لولوة الخاطر نن وويل، له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو په باره کښې د قطر دريځ له فلسطينيانو سره د عادلانه او پراخ بنسټې صلحې ته رسېدل او د قدس په پائتختۍ د خپلواکه فلسطين هېواد تشکيل دے.
مېرمن الخاطر تاکيد وکړ، له اسرائيلو سره د تعلقاتو بحالول د فلسطين د مسئلې حل لاره نه شي کېدې، ځکه چې بنياد او اساس يې د بې هېواده او ترنيواکه لاندې خلقو په توګه د فلسطينيانو سخت حالات دي.