امریکا د یمن په چارو کښې لاسوهنې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93134-امریکا_د_یمن_په_چارو_کښې_لاسوهنې_کړي_دي
د یمن المسیره ټیلي ويژن د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکا د سفارت د لاسوهنو د اندازې پټ سندونه خپاره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 08:55 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن په چارو کښې لاسوهنې کړي دي

د یمن المسیره ټیلي ويژن د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکا د سفارت د لاسوهنو د اندازې پټ سندونه خپاره کړل .

دغه ټیلي ويژن نن وویل د یمن په پلازمینې صنعا کښې د امریکا له سفارت څخه د یمن په چارو کښې د امریکا د لاسوهنې ځینې خپاره شوي سندونه او د یمن د ملي امنیت ځینې نور سندونه د دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال د سپتمبر د  میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې له انقلاب څخه مخکې لاس ته راغلي دي .

په یمن کښې د امریکا له سفارت څخه په یوه(۱) خپور شوي سند کښې په دغه هیواد کښې د واشنګټن پخواني سفیر جیرالډ فایرسټیان له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته له ترهګرۍ سره د مبارزې د ډلې د انتقالولو حکم ورکړی دی .

د یمن په کورنیو چارو کښې د امریکا د لاسوهنې خپاره شوي سندونه د دې ښودنه کوي چې د امریکا د چارواکو اقدامات په کوم ډول د یمن ګټو ته له پام کولو پرته د امریکا د ملي امنیت د ګټو د خدمت په لړ کښې د چټکو پوځي حکمونو سبب شوي دي .