سعودي عربستان د یمن د خلکو پرضد بریدونه کوي
د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان جنګي الوتکو څو ځله په حجه ولایت کښې په حرض سیمې بمبارې کړي دي .
څو ساعته مخکې هم ځايي رسنیو د یمن په صعده ولایت کښې په «منبه» ولسوالۍ باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو په حملې کښې د یمن د یوه(۱) ښاریز د وژل کیدا او د څلورو(۴)نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو عربو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن باندې پوځي تیریو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو جنګ غوښتنه تراوسه د دغه هیواد د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ښاریزو د وژل کیدا ، په لسګونو زره نورو خلکو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده .
د سعودي عربستان پوځي تیریو د یمن بې وزله هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .