د فلسطین خلک خپل مقاومت ته دوام ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د کورواکه تشکیلات مشر محمود عباس د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو لپاره د دښمانانو دسیسو ته په اشارې سره وویل د فلسطین خلک به هماغه راز خپل مقاومت او پایدارۍ ته دوام ورکړي او په نهایت کښې به بریالیتوب ته ورسیږي .
هغه پرون د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې په پلان او د اسرائیلو لخوا د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو په یوځاې کولو سره د فلسطین درې دیرش (۳۳) فیصده خاوره مصادره کیږي وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د پیړۍ معامله د نړیوالو قوانینو ځای ناستي کړي ده .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په دې خبرې سره چې تر کوم وخت پورې باید د فلسطین د ملت ارمان او ایډیل له عادلانه حل لارې پرته پاتې وي د ملګروملتونو په سرمنشي او نړیوالو څلور ګوڼه لورو غږ وکړ چې د نړیوال کانفرنس د ترسره کولو لپاره اقدام وکړي او د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کښې د دغه کانفرنس د ترسره کیدا زمینه برابره کړي .
هغه له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د اړیکو په ټینګولو نیوکې سره وویل د فلسطین ازادي غواړی تنظیم هیڅ چا ته اجازه نه ده ورکړي چې د فلسطین د خلکو پرځاې خبرې وکړي .