د یمن محکمې ټرمپ او باچا سلمان په اعدام محکوم کړل
زمونږخبریال وايي د یمن یوې (۱) محکمې په صعده بازار کښې د زده کونکو په یوه(۱) بس باندې د حملې د جنایت په ارتباط د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د باچا سلمان بن عبدالعزیز په شمول د لسو (۱۰) کسانو د اعدام او پانسۍ حکم ورکړ .
په دغه محکمې کښې چې د ښاغلي «ریاض الرزامي» په مشرۍ ترسره شوه د سعودي عربستان د شاهزاده ترکي بن بندر بن عبدالعزیز ، د امریکا د پخواني دفاع وزیر جیمز ماټیس او د یمن د استعفا شوي ولسمشر منصور هادي او د استعفا شوي حکومت د څو نورو چارواکو په شمول د لسو(۱۰) کسانو د اعدام حکم صادر شو او دغه کسان یې د وژل شویو ماشومانو کورنیو ته د لس (۱۰) میلیارډه ډالرو په ګرمې ورکولو هم محکوم کړل .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ویاند ترکي المالکي د یمن په صعده بازار باندې د عربستان د جنګي الوتکو له حملې او د زده کونکو له وژل کیدا وروسته ویلي وو دغه حمله پوځي او جایز اقدام و .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنه تراوسه د څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰) کسانو د وژل کیدا او په لسګونو زره نورو د ژوبلیدا او په میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده .
د سعودي عربستان د تیریګر رژيم جنګي الوتکو د امریکا په ملاتړ سره د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د اګست د میاشتې په نهمه (۹)نیټه د یمن په صعده ولایت کښې په ضحیان ښار کښې د زده کونکي په بس برید کړی و چې له کبله یې پینځه پنځوس (۵۵) ماشومان وژل شوي او اوه اویا (۷۷) نور ژوبل شوي وو .