د ايران خارجه وزير د کويت نوي امير سره کتنه وکړه
Oct 04, 2020 12:45 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير کويت ته په سفر سره د دغه هېواد له نوي امير سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خارجه وزارت د رسانه اي اطلاع د مرکز د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د ايران د ولسمشر حسن روحاني په استازيتوب د کويت د امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح د مړينې په مناسبت د دغه هېواد له حکومت او ولس سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره کويت ته سفر کړے د دغه هېواد له نوي امير شيخ نواف الاحمد الجابر الصباح او خارجه وزير احمد ناصر المحمد الصباح سره کتنه وکړه.
ظريف په دغه کتنه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا د زړۀ له کومي د تسليت او خواخوږۍ په وړاندې کولو سره د کويت د نوي امير د غوره کېدو مبارکي وويله او له کويت څخه يې د ايران د اسلامي جمهوريت په ملاتړ تاکيد وکړ.