سعودي عربستان د یمن په ښوونځي برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93499-سعودي_عربستان_د_یمن_په_ښوونځي_برید_کړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف عسکرو د یمن په تعز ولایت کښې په یوه (۱) ښوونځي د توپونو ډزې وکړې چې له کبله یې یو(۱) ماشوم وژل شوی او د یوې (۱) ښځې او د دوو(۲) ماشومانو په شمول درې (۳) کسان ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2020 11:57 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن په ښوونځي برید کړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف عسکرو د یمن په تعز ولایت کښې په یوه (۱) ښوونځي د توپونو ډزې وکړې چې له کبله یې یو(۱) ماشوم وژل شوی او د یوې (۱) ښځې او د دوو(۲) ماشومانو په شمول درې (۳) کسان ژوبل شوي دي .

په عین حال کښې د یمن د ښځو او د ماشومانو د ملاتړ موسسې« انتصاف» وویل په دغه هیواد باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه دیارلس زره او درې اویا (۱۳۰۷۳) ښځې او ماشومان وژل شوي چې پکښې پینځه زره یوسل درې اتیا (۵۱۸۳) ښځې او  اوه زره او اته سوه یونوي (۷۸۹۱) پکښې ماشومان دي .

د یمن د ښځو او د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ موسسې انتصاف وویل د ښځو او د ماشومانو د روغتیا په سلګونو مرکزونه دغه هیواد ته د تیلو د کشتیو د ورتلو لپاره  د سعودي عربستان د ائتلاف د بندیز په علت د تړل کیدا په درشل کښې دي چې د دغه بهیر دوام به د یوې (۱) انساني غمیزې سبب شي .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰)کسانو د  وژل کیدا ، د لسګونو زرو کسانو د ژوبلیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي دي .