يمني فوځ يو ځل بيا د سعودي په ابهاء نړيوال هوائي ډګر حمله وکړه
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند د سعودي په ابها نړيوال هوائي ډګر له ډرون حملې څخه د يوې ورځې له تېرېدو وروسته په دغه هوائي ډګر د بيا حملې خبر ورکړ.
دالمسيره خبري چېنل د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيح سريع وويل، د يمن د فوځ ډرون يونټ نن سحر په يو قاسف کے ټو نومې ډرون الوتکې سره د سعودي د ابها نومې نړيوال هېواد ډګر حمله وکړه.
جنرل يحيی سريع وويل، په دغه حمله کښې د سعودي د ابهاء هوائي ډګر په دننه کښې يو مهم فوځي ځاے په نښه کړې شو.
هغه تاکيد وکړه ، په تېره څو ورځو کښې په ابهاء هوائي ډګر او په خميس مشيط فوځي اډه نورې ډرون حملې سعودي د تيري ګر ائتلاف د جنايتونو او د يمن د محاصره کولو په ځواب کښې شوې دي.
پرون هم جنرل يحيی سريع د ابهاء هوائي ډګر په دننه کښې په يو حساس ځاے باندې د صماد ۳ نومې ډرون الوتکې سره د حملې خبر ورکړے ؤ.