بندیزونه د سورئې اقتصادي حالات نوره هم خرابوي
په سورئې کې د بحران له هماغه پیل راهسې ځینو عربو هیوادونو د دمشق په ضد د سیاسی او اقتصادي کړۍ په تنګولو سره ، د سورئې د خلکو لپاره دژوند وضعیّټ له ډيرو سختیو سره مخامخ کړی دی .
د سورئې الاخباریه ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا نن په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي،د سورئې په ضد د امریکا او لویدیځي هیوادونو ظالمانه اقتصادي اقدامات به د ټولنیزو او اقتصادي حالاتو د لاخرابیدو لامل شي او د بیا رغاونې او له ښاریزو سره دمرستې په لاره کې به خنډونه رامینځةکړي .
میرمن زاخارووا د سورئې د کډوالو د نړیوال کنفرانس په ترسره کیدا باندې په ټينګار سره دسیمې له هیوادونو او د ملګروملتو سره اړونده موسیسو او اورګانونو څخه غوښتي دي ، دسورئې د حکومت بلنې ته دې مثبت ځواب ورکړي .
په سورئې کې د بحران له هماغه پیل راهسې ځینو عربو هیوادونو د دمشق په ضد د سیاسی او اقتصادي کړۍ په تنګولو سره ، د سورئې د خلکو لپاره دژوند وضعیّټ له ډيرو سختیو سره مخامخ کړی دی .