د ولسمشرۍ انتخاباتو د امریکا حقیقي څيره وښودله
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د شهید د ورځې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې وویل هغه څه چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې رامینځته شول د دغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره رسوايي ده .
هغه په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه په سیمه کښې هیڅ بدلون نه رامینځته کوي وویل د امریکا یوازنی ثابت او مطلق لومړیتوب د اسرائیلو ساتل او د دغه رژیم د پوځي بروالي ساتل دي .
حسن نصر الله په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت تر ټولو تکبر لرونکی ، تر ټولو جنایتکاره او تر ټولو بې رحمه حکومت دی وویل د ترمپ د حکومت ګټه دا ده چې د دنیا د خلکو ته یې په وژلې ، فساد ، استکبار او جنایت کښې د امریکا حقیقي څیره ورښودله .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله په دې خبرې ټینګار سره چې په بیلابیلو موضوعګانو په تیره بیا د فلسطین د مسلې په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست ماتي خوړلي ده وویل د ټرمپ په وتلو سره د پیړۍ د معاملې یوه (۱) ضلع چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د صهیونیسټ رژيم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه جوړه وه له مینځه لاړه .