بحریني چارواکې د فلسطین له ولس سره خیانت کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94293-بحریني_چارواکې_د_فلسطین_له_ولس_سره_خیانت_کړي
د فلسطین د مقاومت د کمېټو د اطلاع رسونې ویاند نیواکي سیمو ته د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر غندنه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • بحریني چارواکې د فلسطین له ولس سره خیانت کړي

د فلسطین د مقاومت د کمېټو د اطلاع رسونې ویاند نیواکي سیمو ته د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر غندنه کړې.

د المیادین په حواله، د فلسطین د مقاومت جګپوری قومندان ابومجاهد اعلان وکړ، د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو رغونه او نیواکي سیمو ته د بحریني چارواکو سفر د فلسطینیانو په وړاندې یو ستر جنایت دی.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپئو او د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په نیواکي سیمو کې په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: بحرین په منامه کې د اسرائیلو د سفارت د خلاصېدو د غوښتنې سره موافقه وکړه.

د فلسطین د مقاومت د کمېټو د اطلاع رسونې ویاند د صهیونیستي رژیم سره د فلسطین د کورواکي ادارې د امنیتي ږغملتیاو له سر پېلېدا په غبرګون کې وویل: د صهیونیستي رژیم سره همکاري د فلسطیني ولس پر شا باندې د یو خنجر په څېر دی او کورواکه اداره باید په خپله فیصله باندې له سره غور وکړي.

د فلسطین کورواکې ادارې له دې نه مخکې د صهیونیستي رژیم سره د بحرین او د اماراتو د اړیکو د ټینګولو د امله د دغو هیوادونو څخه خپل سفیر راغوښتی و، خو اوس بیرته خپل سفیران دغو دوو هیوادونو ته استولی دی.