په سعودي کښې له سلو زيات د جُمعې امامان او واعظان څنګته کړې شول
(last modified Wed, 16 Dec 2020 01:37:48 GMT )
Dec 16, 2020 06:07 Asia/Kabul
  • په سعودي کښې له سلو زيات د جُمعې امامان او واعظان څنګته کړې شول

په سعودي کښې د جُمعې او جَمعې له سلو زيات امامان او واعظان په دې وجه چې د اخوان المسلمين ډلې په خلاف يې خبرې نه دي کړې څنګته کړې شول.

د راې اليوم د رپوټ له مخې دغه اقدام د سعودي د اسلامي چارو د وزير عبداللطيف آل الشيخ په حکم د جُمعې او جَمعې د امامانو او واعظانو په باره کښې په مکه مکرمه کښې د اسلامي چارو، وعظ او ارشاد د عمومي ادارې له غوښتنې وروسته ترسره شوے دے.

عبداللطيف آل الشيخ له دې مخکښې ټولو واعظانو ته د اخوان المسلمين ډلې د تګلارې د منفي اثراتو د بيانولو د ضرورت په باره کښې ليک لېږلے ؤ.

د سعودي کبار العلماء کمېټۍ څه موده وړاندې اخوان المسلمين ډله ترهه ګره وبلله.

 

ټیګونه