د عربستان ځواکونو د حماس غورځنګ د استازي په کور یرغل وکړ
(last modified Wed, 21 Apr 2021 08:11:25 GMT )
Apr 21, 2021 12:41 Asia/Kabul
  • د عربستان ځواکونو د حماس غورځنګ د استازي  په کور یرغل وکړ

فارس خبري اژانس وايي د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو په خپل هیواد کښې د حماس غورځنګ د نیول شوي استازي محمد الخضري په کور یرغل وکړ .

د اروپا او د مدیترانه د بشري حقوقو څارونکي موسسې وویل د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو د فلسطین د حماس غورځنګ د مشر محمد الخضري په کور باندې یرغل سره له هغه پلټنې او عکسونو اخیستلو وروسته د هغه میرمنه او اینګور ونیوله او د پلټنې لپاره یې یوه(۱) امنیتي مرکز ته انتقال کړل .

تیره میاشت د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم د هغو په لسګونو فلسطینیانو د خوشي کیدا غوښتنه کړي وه کوم چې همدا اوس په عربستان کښې په ډیرو سختو شرایطو کښې په زندانو کښې قیدیان دي .

حماس غورځنګ تراوسه د دغو فلسطیني بندیانو د خوشي کیدا لپاره څو مینځګړي عربستان ته استولي دي خو هیڅ ګټه یې نه ده لرلي او عربستان هماغه راز د دغو کسانو د نیولو په دوام ټینګار لري .

 

ټیګونه