عربستان له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
ایرنا خبري اژانس د قطر د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان بیګا په ټیلي ويژني وینا کښې وویل له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو .
هغه وویل ایران زمونږ ګاونډی دی او هیله من یم چې له تهران سره ښې اړیکې ولرو .
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وویل زه نه غواړم چې ایران په سختو شرایطو کښې وي بلکې غواړم ایران غوړیدلی هیواد وي او پراختیا ولري او زیاته یې عربستان په ایران او ایران په عربستان کښې ګټې لري او زمونږ دغه غوښتنه د دې لپاره ده چې سیمه او نړۍ د ودې او د غوړیدا په لور حرکت وکړي .
هغه دغه راز په یمن کښې د سعودي عربستان لخوا د اوربند د بیا بیا خلاف ورزیو ته له اشارې پرته ادعا وکړه حوثیان باید د اوربند موافقه ومني او د خبرو میز ته کیني .
سعودي عربستان په تیره بیا ولیعهد محمد بن سلمان په تیرو څو کلونو کښې له امریکا ، انګلستان او نورو عربو هیوادونو سره یوځاې د ایران د اقتصاد د تباه کولو لپاره هرډول کوششونه کړي دي او حتی د تیلو بیې یې زیاتې کمې کړي دی چې ایران زیات اقتصادي تاوانونه وویني خو دوې په خپلو هدفونو کښې کاملا ناکامه شوي دي او ایران سرلوړې له ټولو مشکلاتو وتلی دی .