-
د عراق د چاودنې د وژل شویو او ژوبلو شمیر زیات شوی
Apr 25, 2021 10:12زمونږ خبریال وايي د عراق د کورنیو چارو وزارت د بغداد په ابن الخطیب روغتون کښې د اکسیجن د سلینډر د چاودنې د وژل شویو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ .
-
صهیونیسټي پوځیانو د فلسطین ښاریز ژوبل کړل
Apr 25, 2021 08:21العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین هلال احمر ټولنې له صهیونیسټ عسکرو سره په نښتې کښې د دولسو (۱۲) فلسطینیانو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
-
د یمن په مارب ولایت کښې سختې چاودنې شوي دي
Apr 25, 2021 07:32الخبر الیمني اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د یمن په مرکز کښې د مارب ښار په ګاونډ کښې« صحن الجن» اډه بیګا د سختو چاودونو کتونکي وه .
-
بغداد کښې د کرونايي ناروغانو په روغتون کښې چاودنې ۲۳ تنه ووژل
Apr 25, 2021 02:58د عراق درملیزو سرچینو خبر ورکړی چې په بغداد کښې په کرونا د ککړو کسانو په روغتون کښې د آکسیجن د سلینډر د چاودیدو له امله لږترلږه ۲۳ تنه کرونايي ناروغان مړه شوي دي
-
د امریکائي استازي موخه د یمن دجنګ بیرته سختول دي
Apr 24, 2021 10:55سعودي ائيتلاف په مارب کې د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت د مخکیني پلان د منلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
-
سعودی ایتلاف په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ځله خلاف ورزی وکړه
Apr 24, 2021 01:08سعودی تیری ګرو او ګوډاګیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د لویدیځ په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ ځله خلاف ورزی کړی ده
-
صیهونیسټ رژیم په غزې تړانګې د توپونو حمله وکړه
Apr 24, 2021 01:49د صیهونیسټ رژیم توپونو نن سهار د غزې په مرکز البریج او همداراز په القراره سیمه کی د توپونو حمله کړی ده .
-
د اردن باچا له غصې ډک پیغام عربستان ته واستوه
Apr 23, 2021 09:44ویکي لیکس سعودي پاڼې نن راپور ورکړ د سعودي عربستان یوې (۱) سرچینې د اردن په ناکامه کودتا کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لاس لرلو په هکله هغه ته د اردن د حکومت د شفاهي پیغام د استولو خبر ورکړ .
-
د سوریې عسکرو په دوو مرکزونو کنټرول ترلاسه کړ
Apr 23, 2021 07:52سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې په القامشلي ښار کښې ځايي سرچینو په دغه ښار کښې د امریکا تر ملاتړ لاندې د کرد ډیموکراټیک عناصرو په دوو (۲) پوځي مرکزونو باندې د سوریې د حکومتي عسکرو د کنټرول د ترلاسه کولو خبر ورکړ .
-
د یمن پوځ د عربستان په هدفونو بریدونه کړي دي
Apr 23, 2021 07:41المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند د سعودي عربستان په جنوب کښې په مهمو هدفونو باندې د پوځ او د ولسي کمیټیو د بې پایلوټو الوتکو د حملو خبر ورکړ .