-
محمد بن سلمان په کینیډا کې دخپل یوه مخالف د ترورپلان جوړکړی
Aug 08, 2020 01:51د بني سعود کورنۍ ولی عهد محمد بن سلمان یوه پخواني سلاکار سعد الجبري په واشنګټن ښار کې په یوې امریکائي محکمې کې د هغه دترور لپاره دهڅې په دلیل په محمد بن سلمان شکایت کړی
-
د بیروت چاودنه ستره انساني او ملی غمیزه ده
Aug 08, 2020 01:06سید حسن نصر ا .. ټينګار کړی ، که ثابته شي ، د بیروت په بندر کې په چاودنې کې چا رول درلودلی دی ، باید په عادلانه ډول سزا شي او په څيړنو اومحاکمه کیدا کې باید حقیقت او عدالت واکمن شي .
-
په يمن د سعودي وحشیانه بمبارۍ مرګ ژوبله رامنځته کړه
Aug 07, 2020 01:32د يمن په الجوف صوبه کښې په يوې استوګن سیمې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه نهه تنه عامه وګړي ووژل شول.
-
د حزب الله مشر نن د لبنان د حالاتو په اړه وېنا کوي
Aug 07, 2020 01:19د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله نن د لبنان د وروستيو حالاتو په باره کښې وېنا کوي.
-
له لبنان سره په مرسته کښې د ايران چټکتيا د پام وړ ده
Aug 07, 2020 01:04د لبنان د روغتيا وزير په بيروت کښې د ايران د يو صحرائي روغتونو د کتنې په موقع له لبنان سره په مرسته کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د عمل د چټکتيا قدرونه وکړه.
-
د بیروت د چاودنې په وړاندې غبرګونونه، سیاسي کړچار او دوګوني چلند
Aug 06, 2020 12:59په بیروت کې د سې شنبې د ورځې د چاودنې د مړو شمېر ۱۵۰ او د ټپیانو شمېر ۵ زرو ته ورسېد خو بیا هم دا وروستۍ شمېرنې نه دي او دا امکان شته چي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
-
د صهیونیستي رژیم فوځ د لبنان سره پر ګډو پولو باندې بېړنی حالت تمدید کړ
Aug 06, 2020 12:08د بیروت په بندر کې د لویي چاودنې سره سره د صهیونیستي رژیم فوځ د لبنان پر پولو باندې د دغي ترهګري رژیم ځواکونو ته د بېړنی حالت د غزولو حکم وکړ.
-
دبیروت چاودنې د وژل شویوشمیر۱۵۰ته زیات شو
Aug 06, 2020 01:05د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .
-
له عراقه دې امریکائي پوځيان ووځي
Aug 05, 2020 09:28د عراق په آزادولو او له داعشی ترهه ګرو سره په مبارزې کې هیڅکله هم امریکائي عسکروته اړتیا نه لري او دعراق پوځ اوالحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک ددغه کار توان لري .
-
ایران لبنان ته دطبی مرستو ستره جوپه لیږدوي
Aug 05, 2020 08:12د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې مشر کریم همتي نن سهار وختي وئيلي دي د مرستو په لومړنۍ مرحلې کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات لبنان ته لیږدول کیږي او همداراز دیوه صحرائي روغتون درست تجهیزات او د ډاکټرانو یو ۲۲کسیز ټیم هم لبنان ته لیږدول کیږي .