ورځپاڼو ته کتنه 19-2-00
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو چې دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: د کورونا له څلورمې څپې څخه د تېرېدو په حال کښې يوو.
ډاکټر حسن روحاني وويل: که څه هم د هېواد په ځینو صوبو کښې کم او زیات وینو خو په ټولو صوبو کښې د کورونا له څلورمې څپې تیریدو ته رسیدلي یوو که څه هم په دغه پړاو کښې په کورونا اخته کسان زیات وو خو وفات شوي کسان یې له دریمې څپې سره برابر وو .
دۀ زیاته کړه له بده مرغه برطانوي ډوله وائرس پیاوړي شوي او ډېر خطرناک دي . روحانی جوته کړه د کورونا د انتقال د کنټرولولو لپاره باید اویا فیصده خلقو ته وېکسين ولګوو چې په چنګاښ میاشت کښې له دغو پړاونو تېر شو او ووایو چی له مړینې پلوه مو دغه وائرس کنټرول کړل.
ورځپاڼې د ايران د خارجه وزرات د وياند په نقل سره وليکل:
ایټمی موافقې ته د امريکې ستنیدل سل په سلو کښې پخپله امریکې پورې تړاو لري .
سعيد خطیب زاده زیاته کړه برجام هغه وخت احیا کیږي چی امریکه ضروري سیاسي فیصله وکړي. هغه زياته کړه: چانه وهل د ۲۰۱۵ په جولائۍ مياشت کښې ختم شوي دي ، هغه وخت چې امریکې برجام ایټمي موافقه لاسلیک کړه .
--------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قوماندان په حوالې سره وليکل: دښمن د تاريخ قبرستان ته ليږوو.
جنرل حسېن سلامي په دې خبرې سره چې خپلې بریاوې تاوان له نه ورکوو، تاکيد وکړ : دښمن په شرمونکو شکستونو سره د تاریخ ادیرې ته استوو.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر مشر قومندان د شهیدانو د قدرمنو کورنیو د قربانيو، استقامت او صبر په قدرونې سره تاکيد وکړ: بیرغ به تر آخره لوړ ساتوو او نه پریږدو چې د شهیدانو پرتمینې لاسته راوړنې زيانمنې شي.
ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير د سیاسي او بهرنيو چارو د مرستيال له قوله وليکل: امریکه او د برجام ايټمي موافقې ټولې خواوې د ايټمي تړون ژوندي کولو ته جدیت لري.
سيد عباس عراقچي وویل امریکه ايټمي تړون ته د ستنیدو لپاره جدیت لري او تراوسه یې د بائيکاټونو د سترې برخې د ختمولو لپاره چمتووالی اعلان کړے دے. هغه پرون په ویانا کښې د ايټمي تړون د کمېشن د غونډې د څلورم پړاو له ختمیدو وروسته زياته کړه، که چرې د ایران د اسلامي جمهوریت غوښتنې پوره شي نو تهران ايټمي ژمنو ته د بېرته ستنیدو لپاره جدي دے چې بیا د ايټمي تړون په بشپړه ډول اجرا ته ورستون شي .
---
د تهران چاپ کېهان ورخباڼې وليکل، د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاد په کابل کښې په ښونځي باندې پرونۍ ترهه ګريزه حمله په سختۍ سره وغندله او دا يې د انسانيت په خلاف يو جنايت وبله، هغه د شهيدانو له کورنيو او افغان حکومت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره په افغانستان کښې د افغانانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو په ضرورت باندې تاکيد وکړ او د دا ډول ترهه ګريز پېښو د مخنيوی غوښتنه يې وکړه.
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د دغه هېواد وزيراعظم سعودي ته د خپل سفر په دوران کښې د دغه هېواد له حکومت سره د دفاع په شمول څو لوظنامې لاسليک کړې، عمران خان په خپل سفر کښې د خداے د ګران رسول (ص) مبارکې روضې ته حاضر شو او د ملک او قوم او اسلامي نړۍ لپاره يې دعاګانې وکړې او په روژه ماتي کښې يې هم ګډون وکړ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په بهر هېوادونو کښې مېشته پاکستانيانو لپاره په انتخاباتو کښې د رائې ورکولو د حق حکم جاري کړ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په پاکستان کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو د خطر له مخې په ټول هېواد کښې تعليمي ادارې د مۍ د درويشتمې وتړلې شوې. او د راتلونکي اقدام لپاره به غونډه د مۍ په اتلسمه جوړيږي چې پکښې به فېصله کولې شي.
ورځپاڼې د افغان رسنيو له قوله په خپلو بهرنيو خبرونو کښې وليکل؛ په کابل کښې د جينکو په ښونځي باندې په ترهه ګريزه حمله کښې له څلوېښتو زیات کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو له قوله وليکل په مسجدالاقصی کښې په فلسطينيانو باندې د صهيونېسټ رژيم د ځواکونو په ډزو سره له دوو سوو زيات فلسطينيان ژوبل شول. خبر زياتوي چې په ځواب کښې فلسطينيانو په پولیسو کاڼي اورول چې له امله يې لږ تر لږه اولس اسرائيلي پوليسو ژوبل شول.
--------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل: سعودي ته د يو کروړ کاريګرانو او مزدورانو ضرورت دے چې زياتره به له پاکستانه په کار لګوي او پاکستان ته به پنځوس کروړه ډالر هم ورکوي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان حکومت د نواز مسلم ليګ مشر شهباز شريف له هېواده بهر تلو نه منعې او له هوائي ډګره يې راستون کړ.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان ولسمشر په يو حکم کښې د اولادونو له خوا له کوره د مور پلار وېستل جرم وګرځوۀ او د خلاف ورزۍ په صورت به اولادونه په يو کال بند يا نغدې جرمانې او په دواړو سزاګانو محکوميږي.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې دغو ورځپاڼو تر ډېره د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید او د افغان ځواکونو فعال دفاعي حالت په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح لیکلي، په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي موټر بم برید د بشریت پر وړاندې جنایت دی او دا په نورو ښوونځيو د احتمالي بریدونو لپاره د خطر یو زنګ هم دی.
په سرمقاله کې په امنیتي بنسټونو نیوکه شوې چې د پېښې مخنیوي کې پاتې راغلي او ټینګار شوی چې د دغه ناورین عاملین باید په ملي او نړیواله کچه محاکمه شي.
په سرمقاله کې یادونه شوې چې دې وروستیو کې د ملکیانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي چې د کابل په ښوونځي، په لوګر کې د کانکور پر ګډونوالو، په کلکان ولسوالۍ کې د پنجشیر په روغتیاپالانو او په کندهار کې په نعمت روان برید یې ښکاره بېلګې دي.
د لیکوال په اند د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی ښکاره کوي چې افغانستان کې د وسله والو ډلو له بریدونو هېڅوک هم خوندي نه دي، چارواکي یوازې پېښې غندي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نهکوي.
------
د کابل چاپ هېواد ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې وليکل په بغلان کې سلګونه کسانو د طالبانو په خلاف پاڅون وکړ.
بغلان سیمهییز امنیتی چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې سلګونه کسانو وسلې اخیستې او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلام کړی دی.د بغلان د امنیه قوماندانۍ له لوری په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د بغلان سلګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پاڅونوالو په چوکاټ کې له افغان امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه وسلې اخیستې او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلام کړی دی.
-------
مسير ورځپاڼې بيا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير له قوله وليکل: نړیواله ټولنه دې؛ د ټروریزم له منځه وړلو کې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي.
حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده. له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ګناه ماشومانو عام وژنه له تصوره ډېر لرې بشري او جنګي جنایت دی. نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د دې ګډ دښمن د ځپلو او له منځه وړلو لپاره دې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي.
د ورځپاڼې له مخې د طالبانو مشر افغان حکومت ته ويلي دي له دښمنۍ څه نه جوړېږي، د جګړې د دوام هڅه مه کوئ
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دوی ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول قومونه به پکې د خپل استعداد پر بنسټ خپل ځانونه ویني او د هیچا پر حق به تېری نه کېږي. په پیغام کې وړاندې راغلي، چې دوی په مقابل لوري کې ولاړو افغانانو باندې هم غږ کوي چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د اسلام په احکامو سره را ټول شي، ځکه چې له عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي. پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی.
----------