اسلامی نړۍدې داسرائیلود جنایتونو ددرولولپاره اقدام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100084-اسلامی_نړۍدې_داسرائیلود_جنایتونو_ددرولولپاره_اقدام_وکړي
  دصهونیسټ رژيم  جنایتونه  له درستو سرو کرښو تیر شوي  او  د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي  او دقدس ښار  او د هغه اسلامی تاریخ   او موجودیّت ، ددغې سیمې  دا وسیدونکو  رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې  په نښه کړې ده ، 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 11:32 Asia/Kabul
  • اسلامی نړۍدې داسرائیلود جنایتونو ددرولولپاره اقدام وکړي

  دصهونیسټ رژيم  جنایتونه  له درستو سرو کرښو تیر شوي  او  د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي  او دقدس ښار  او د هغه اسلامی تاریخ   او موجودیّت ، ددغې سیمې  دا وسیدونکو  رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې  په نښه کړې ده ، 

زمونږخبریال راپور راکړ  د  فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه پیغام کې په نیواکي قدس کې دروانو بدلونونو او پيښو په بیانولو سره ، داسرائيلي نیواکګرو دجنایتونو ددرولو او دقدس له اوسیدونکو څخه دملاتړ لپاره  داسلامی نړۍ دپریکنده دریځ غوره کولو غوښتنه کړې ده .

 اسماعیل هنیه نن  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ته په دغه پیغام کې  ټینګار کړی، د قدس  او باب العامود سیمې او شیخ جراح  او همداراز دالاقصی جومات او دهغه  د معتکفینو  په ضد  د صهیونیسټانو  حملې او تیري ، دښارګوټو  جوړونې ته د رواوالي ورکولو ، دفلسطنیانو دکوچولو ، د دوي دکورونو دمصادره کولو او د الاقصی جومات د ځاي او وخت د ویشلو  او ددغه مقدس ځاي د وضعیّت د بدلولو  لپاره د نیواکګر رژيم د مشرانو له خوا پراخې هڅې دي . 

 د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ،  د صهونیسټ رژيم  جنایتونه  له درستو سرو کرښو تیر شوي  او  د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي  او دقدس ښار  او د هغه اسلامی تاریخ   او موجودیّت ، ددغې سیمې  دا وسیدونکو  رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې  په نښه کړې ده ،  او همداشان ئې نیغ په نیغه الاقصی جومات او دهغه ساتونکي  هم په نښه کړي دي .

اسماعیل هنیهّ د صهیونیسټ رژيم  دجنایتونو  په وړاندې د پریکنده دریځ دغوره کولو لپاره د  اسلامی نړۍ د سملاسي خوځښت  او د فلسطین دملت ، د هغو دټاټوبي   اوپه قدس نیواکي ښار کې  دهغو دسپيڅلتیاؤ په تیره بیا د الاقصی جومات په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټانو دجنایتونو د دوام  او ددغه تیریګر دښمن دمخنیوي په خاطر ، د اسلامی نړۍ ،  او د نړیوالو ،اسلامی او عربی ډيپلوماسۍ د بسیج کولو لپاره دهلو ځلو غوښتنه کړې ده