فرانسې له بریتانیا څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د حکومت ویاند وویل که چیرې بریتانیا ونشي کولای له برګزیټ وروسته د کب نیونکې حقونو ته اړونده موافقې عملي کړي فرانسه ممکنه ده چې د انګلستان په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړي .
د فرانسې د حکومت ویاند ګابریل اتال وویل مونږ غواړو موافقې رعایت شي او که چیرې دغه موافقې رعایت نشي مکمنه ده پاریس غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي .
د جرسي جزیرې په شاوخوا اوبو کښې د کبانو د نیولو د حق په هکله د فرانسې او د بریتانیا ترمینځ تاوتریخوالي زیات شوي او د فرانسې کب نیونکي د بریتانیا لخوا د کبانو د نیولو د اجازه لیک د نه ترسره کولو په وجه اعتراض لري .
د فرانسې د کب نیونکو په اعتراض سره د پاریس حکومت تیره اونۍ جرسي جزیرې ته چې د انګلستان ده د بریښنا د غوڅولو ګواښ وکړ دغه جزیره د فرانسې سرحدونو ته نږدې پرته ده .
بریتانیا هم په مقابل کښې سیمې ته دوې (۲) جنګي کشتۍ استولي ده چې د فرانسې د کب نیونکو لخوا د دغه جزیرې د کلابندۍ مخه ونیسي .