د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100456-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې در ته دتهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځیني ورځپاڼې   درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې در ته دتهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځیني ورځپاڼې   درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ

 دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني  دعراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په ټيلیفوني تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې په عراق کې امنیت  اوثبات خپل امنیت او ګڼي،له ترهه ګرو اوتکفیري ډلو ټپلو له خوځښتونو سره دمقابلې لپاره چې دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په ګوزار ورکولو پسې دي،د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټينګار کړی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، صهیونیسټ رژيم  هاآرتص ورځپاڼې په ډ اګه کړې ده ، هغه کار چې د فلسطین مقاومتي ډلې  ئې له اسرائيلو سره کوي ، د ډیرو پوځونو له توانه بهر دي .

 داسلامی انقلاب د معظم لارښود او  د مسلمینو د ولی امر سلاکار علی اکبر ولایتي  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په تماس کې دفلسطین  دملت  اتلوال بریالیتوبونه  دسالامی امت  ویاړ بللي او  د فلسطین له مقاومته ئې پر بشپړ ملاتړټینګار وکړ .

د سپينې روسیې  لوړپوړو چارواکو داروپا په ختیځي هیوادونو کې  د ناټو ځواک د بیخ بینائيو نوي کولو  او پیاوړتیا دبهیر  چټک کولو ته په اشارې سره  وئيلي دي ، د امریکا او ناټو جنګي الوتکې د روسیې او سپينې روسيې پر خاورې د  هوائي حملو مشقونه ترسره کوي .

په هندوستان کې د کرونائي قربانیانو شمیر له دوه لکه څلور اویا زرو تنو څخه له زیاتیدا سره په یووخت ، هندي رسندویو   ددغه هیواد د سینونو او درو په شاوخوا کې د غورځول شوو ، سلګونو مړو د پيدا کیدو خبرو ورکړی دی .

په امریکا کې په تیرو څو ورځو کې د خطرناکو موادو وړونکي ریل ګاډي بیا اور اخستی  چې د شاوخوا سیمو اوسیدونکو  ویره او وحشت ئې لازیات کړی دی .

د ایران د   اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري  په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ،داسې ډیر دفاعي پرمختګونه  شوي ، چې د عامو خلکو نندارې ته نه وړاندې کیږي ،  خو با ید ووایو چې د ایران ملت دې  دخپلې دفاع  په خاطر هیڅ ډول اندیښنه نه لري .

 د فلسطین  دمقاومتي چورلیز مبارزو ډلو مشرانو  له اسلامی مقاومت څخه په ملاتړ کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په وروستۍ وینا پسې له دوي د مننې اوقدرونې  اعلامیه صادره کړې   او وئيلي ئې دي ، اسلامی امت باید  په موجوده شرائطو کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم او استکباري قدرتونو په مقابل کې  یوموټی شي  او د اسلامی مقاومتي چورلیز دې بشپړ  ملاتړ وکړي .

د امریکا د زوړ پالو او جمهوری پالو ترمینځ د کرغیړن ډونالډټرمپ  په سر   اختلافات اوج ته رسیدلي دي ، ځیني جمهوري پال سناتوران ټينګار کوي ،چې  باید ټرمپ  دامریکا عمومی افکارو ته د جمهوری غواړي ګوند اصلي رهبر اوکاندید په توګه معرفي شي ، خو ځيني نور په دې اند دي چې باید  له هغه هرڅه زر لیرې ووسو .

د المرایا نړیوالې  اونیزې  مسئول چلونکي فادي بودیه ټينګار کړی ،   د فلسطین دمقاومت په وسیله په  تل ابیب  د توغندیو په باران سره  دغه غورا او ویره او وحشت د صهیونیسټانو خپسکه تعبیر کړې  ده .  داپه داسې حال کې دي چې لویدیځي  واکوالانو یو ځل بیا خپله تورتمه کارنامه  نندارې ته وړاندې کړې ده ، او  د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژيم  له جنایتونو او وحشي توب ته له پامه پرته ئې  د دغه جنایتکار رژيم په لاس د بې ګناه او بې څوکه فلسطنیانو  په وژلو کې له صهیونیسټي وحشیانو سره  لاس یو کړی دی.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  له فلسطینه په بهر کې د چارو مسئول خالد مشعل وئيلي دي ،حماس غورځنګ  له صهیونیسټي دښمن سره اور بند منلو ته تیار دی ،خو د دوي شرطونه په سر کې دي .

 د افغانستان  حکومت  اوپوځي ځواک  د طالبانو ډلې له خوا د درې ورځني اور بند  له ختمیدا وروسته ددغې وسلوالې ډلې د وګړو په ضد پاکونکي عملیات  له کندوز او کندهار ه پیل کړي دي .

  دا هم دتهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د  پاکستان لومړي وزیر عمران خان د انډونیشیا له پخواني لومړي وزیر  مهاتیر محمد سره په ټيلیفوني تماس کې د فلسطین د وروستیو بدلونونو او په قدس شریف کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو ددریدا او د فلسطین دملت د ملاتړ په خاظر د یووالي او یو موټي کیدا په اړه خبرې اترې کړي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د جرمني  دپوځ   اړونده مسئولانو وئیلي دي ،د ټاکل شوي پروګرام په اساس ،  به  د جرمني پوځیان له افغانستانه  وباسي .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په ویانا کې دایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه  په خبروکې د لومړنۍ موافقې  هیڅ موضوع نشته ، مونږ د بشپړ موافقې او اجرا کیدا  له موضوع سره پخلا کیدلی شو .

 د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  دخپل اروپائی سفر په دوام کې بیګا په روم کې دایټالیا له خارجه وزیر لویی جی دي مایو سره په خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو  او ملګرتیاؤ او دغه راز په نړیوال ډګر کې د مناسباتو او نظرونو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی . باید ووئیل شي ،  دا یران خارجه وزیر   اروپاته دخپل سفر په دوام کې آسټریا ته خپل سفر په دې خاطر ځنډولی چې د دغه هیواد په رسمي ادارو  او دفترونو د وحشي صهیونیسټي رژيم بیرغونه رپیدل.

د امریکا په مشرۍ دناټو ځواک  تر ټولو وروستۍ ډله به  په داسې حال کې   په څو نورو میاشتو کې  له افغانستانه پښې سپکې کړي ، چې  د امریکا او ناټو ځواک په لاس له کابو شلو کلونو تیریدا سره سره ، د افغانستان راتلونکی په تورتم کې دی او هیڅ برخلیک ئې نه معلوميږي ،بلکې ځيني کارپوهان او شناندي دا هم وائي چې  له افغانستانه  دامریکائی او ناټو ځواک په وتلو سره به  دغه تیریګر اونیواکګر له وتلو مخکې داسې سپير او کرغیړن کارونه وکړي ، چې  ممکنه ده ، دافغانستان ولس تر کلونو کلونو پورې ورسره لاس او ګریوان شي .

دسورئې  په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  ددغه هیواد پوځ اودمقاومتي چورلیز ځواک  د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  د جنایتکارو ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه او  ستر پوځي تجهیزات تباه کړي او تکفیریانو ته ئې درندې مرګ ژوبلې هم اړولي دي .

  د پا کستان ولسی جرګې پرون پخپلې بیړنۍ غونډې کې   په  نیواکي فلسطین او غزې تړانګې کې د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  دجنایتونو په خلاف دی وه پریکړه لیک په صادرولو سره  پر نړیوالو اورګانونو په تیره بیان په ملګروملتو غږ کړی ،په دې اړه دې خپل مسئولیّت په ښه ډول ترسره کړي . دوي همداراز پر اسلامی ملګرتیا موسیسې هم غږ کړی ، دفلسطین له مظلوم ملت سره دمرستې او خواخوږۍ په اړه دې سملاسی  دسرې میاشتې له لارې بیړنۍ مرستې وکړي .

Image Caption

 

    اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو  خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې  د فاریاب د نوي والي ګمارل کېدو پرسر د حکومت او ملي جنبش ګوند ترمینځ تقابل ته په اشارې سره لیکنه کړې ده.

د لېکوال په باور که د خبرو له لارې دغه لانجه هواره نه شي د وسله والې نښتې امکان هم لېرې نه دی چې بیا به ئې کنټرول ستونزمن وي او ناوړې پایلې به ولري.

ورځپاڼه په دوام  کې لیکي ،دا په داسې حال کې ده چې  د افغانستان ولسمشراشرف غني کابو یوه میاشت وړاندې محمدداوود لغمانی چې پخوا د لښکرګاه ښاروال ؤ،د فاریاب د نوي والي په توګه وګمارۀ .

ورځپاڼې لیکلي چې دغه ګمارنه د جنبش ګوند له سختو عکس العملونو او مظاهرو سره مخ شوې، خو جدي اړتیا ده چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

له بلې خوا  ورځپاڼې  د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم هغه څرګندونې را اخیستې چې د جنبش ګوند پلویانو ته یې امر کړی چې ولایت مقام ته د محمد داوود لغماني د ننوتو مخنیوی وکړي او ان ورته یې د ډزو اجازه ورکړې او ویلي ئې دي چې ترک توکمه  اوس یوازې نه دي او د ترکیې په شمول ګڼ هېوادونه ئې ملاتړ کوي.

خو لېکوال ټینګار کوي چې  د  هېواد روانو حساسو شرایطو ته په کتو باید د جګړې مخه ونیول شي او د تفاهم له لارې ستونزه هواره شي.

=        د کابل چاپ هېواد حکومتي ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې د تېر اختر تر اوربند وروسته د طالبانو له خوا تپل شوې جګړه بيا توده شوې، خو هڅه دا ده چې د سولې لپاره کوټلي ګامونه واخيستل شي او د دې لپاره هم په کور دننه په ملي کچه هڅې زياتې شوي دي.

د لیکوال په وینا د دغو هڅو په ترڅ کې ښائي په راتلونکي موده کې د سولې په تړاو په ترکيه کې برخليک ټاکوونکې غونډه جوړه وشي او طالبان هم تر نړيوال دباؤ  لاندې دي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وړاندې راغلي، که څه هم طالبان د دغه ګډون لپاره شرطونه وړاندې کوي، خو هغوی اړ دي چې په هغې غونډه کې ګډون وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي ، د طالبانو لپاره غوره فرصت دی، څو سياست غوره کړي او همدارنګه په ملي کچه د هغوی د راضي کولو او له جګړې د  ګرځولو لپاره هم هڅې پراخې شوي دي.

ورځپاڼې تمه ښودلې چې دا ټول  دباؤنه به، هرو مرو طالبان سولې ته اړ باسي او که نه ، په وینا ئې له دې پرته هغوی او ملاتړ هېواد په جګړه کې بريا نه شي تر لاسه کولی.

*****************************************************************************************************************************************************************************