نړیواله ټولنه د امریکا په کرغیړن چلند نهیلي شوي ده
د امنیت شورا زیاتره غړي په دې اند دي چې باید د اسرائیلو او فلسطین ترمینځ دسولې دخبرواترو دپرمخ بیولو او د دواړو لورو دسوله ایز ګډ ژوند دټينګیدا لپاره سره یوه خوله شي ، خو امریکا نه یوازې ددغه اقدام مخه نیولې ،بلکې تاؤتریخجن کړچار ئې هم درلودلی دی
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د چین دخارجه وزارت ویندوي جائو لی جیّان بیګا په بیجینګ کې په خبري کنفرانس کې د فلسطین او تل ابیب ترمینځ د نښتو دختمولو په باب دملګروملتو دامنیت شورا داعلامیې په مخنیوي کې د امریکاپه کړچار په افسوس کولو سره وئيلی دي ، نړیواله ټولنه دامریکا په چلند نهیلي شوي ، او له اسرائيلو دهراړخیز ملاتړ په همدې دلیل امریکا په امنیت شورا کې په بې مخینې ډول منزوي شوې ده او د انساني اخلاقو او وجدان په مقابل لوري کې دریدلې ده .
امریکا وړمه ورځ یو ځل بیا د دریم ځل لپاره د عاموفلسطینیانو دساتنې او د اسرائيل او فلسطین ترمینځ د نښتو اوتاؤتریخوالو د ختمولو په موخې سره دملګروملتو د امنیت شورا د ګډې اعلامیې دتصویبیدا مخه نیولې ده . البته په همدې پړاؤ کې ئې په اسرائيلو د درې اویا اعشاریه پنځه میلیاردډ الرو په ارزښت د ګائيډیډ توغندیو له خرڅولو سره هم موافقه کړې ده .
د چین دخارجه وزارت ویندوي په دې باب وئيلي دي ، د امنیت شورا زیاتره غړي په دې اند دي چې باید د اسرائیلو او فلسطین ترمینځ دسولې دخبرواترو دپرمخ بیولو او د دواړو لورو دسوله ایز ګډ ژوند دټينګیدا لپاره سره یوه خوله شي ، خو امریکا نه یوازې ددغه اقدام مخه نیولې ،بلکې تاؤتریخجن کړچار ئې هم درلودلی دی