ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۳-۰۰
(last modified Sun, 20 Jun 2021 08:17:39 GMT )
Jun 20, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۳-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

نن د تهران تقريباً اکثرو ورځپاڼو د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلقو د پراخه ګډون په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي .

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له قوله وليکل: د انتخاباتو اصلي بريالي عوام دي. دوي زياته کړه، دوي په خپل پېغام کښې  په دغو انتخاباتو کښې دخلکو له ولوله ناکه او حماسي ګډون قدرونه وکړه.

نه د معیشت او اقتصاد له سختیو ګیلې، نه د خلکو د نهیلي کولو لپاره د مخالفانو پروپاګنډې، او نه د کرونا په شان ناروغیو ګواښ او نه ځینې ګډوډۍ چې د رای ورکولو په لومړیو وختونو کې رامنیځته شوې، هیڅ یو د ایراني ولس په عزم  لاسبری نه شو.

معظم رهبر واضحه کړه چې د پرونیو انتخاباتو لوي بریالی د ایران ولس دے چې یو ځل بیا یې د د ښمن د تالي څټو  رسنیو د تبلیغاتو او  د خام فکرو او بدغواړو د وسوسو په وړاندې ودرېده او د سیاسی میدان په زړه کې یې خپل شتون نندارې ته وړاندې کړ.

ورځپاڼې د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو په انتخاباتو کښې سيد ابراهيم رئيسي په درون اکثريت يعنې د  17 ميلين نهۀ لکه 26 زره ا و 345 رايو ترلاسه کولو  سره د ديارلسم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ورځپاڼې په انتخاباتو کښې د ولسمشر په توګه د  سيد براهيم رئيسي له انتخابېدو نه وروسته د هغۀ له قوله وليکل: یو محنتي، زیارمن، انقلابي او فساد مخالفه حکومت به جوړوم، هغه زیاته کړه، انتخابات په خداے پاک باندې د عقیدې، په خلقو باندې د باور او د ملي ځان باورۍ نښه او په دویم ګام او د نوې پیړۍ په پیل کښې ستاسو ستر سیاسي جشن ؤ چې د حضرت امام رضا علیه السلام د میلاد په ورځو کښې رامنځته شو.

ورځپاڼې همدارنګ له انتخاباتو سره اړوند په يو بل خبر کښې وليکل: حسن روحاني په ولسمشریزو انتخاباتو  کښې آيت ا... ابراهيم رئیسي ته د بریالیتوب مبارکي ورکړه او هيله يې څرګنده کړه چې نوےحکومت به  بې له شکه له امکاناتو او له مادي او معنوي ظرفیتونو څخه په ځاے استفاده وکړي،  ستونزي به هواري او په کورنيو او بهرنيو ډګرونو کښې  به د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام له اهدافو  سره مرسته وکړي.

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا وليکل د ايران د ولسمشرۍ د انتخاباتو او په دغو انتخاباتو کښې د ولسمشر په توګه د سيد ابراهيم رئيسي د ټاکل کېدو خبرونه د نړيوالو رسنيو په سر کښې راغلي او د نړۍ د مختلفو هېوادونو پرنټ،ډيجيټل رسنيو او سوشل ميډيا دغو خبرونو ته زبردست کورېج ورکړے دے.

ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د خبرو اترو بهیر ښۀ او مخ په وده  روان دے.

محمد جواد ظریف پرون د آنتالیا د ډیپلومېسۍ د غونډې ترڅنګ زیاته کړه: احتمال شته چې د برجام (ایټمي موافقې) د ګډ کمیشن خبرې اترې د آګست د میاشتې تر نیمايي پورې نتیجې ته ورسیږي او هم دا اوس د ویانا د مذاکراتو په نوي متن کښې اختلافي موارد په لرې کیدو دي.

ورځپاڼې د سعودي ليکس په حوالې سره وليکل: د سعودي له څلوېښتو زيات زلميان چې په احتجاجي لاريونونو کښې د ګډون په  تور له څو کلونو په زندانونو کښې پراتۀ اعدامولې شي. خبر زياته کړه دغه زلميان په ۲۰۱۱ کال کښې د سعودي په قطيف ښار کښې د سعودي حکومت په اقداماتو باندې په اعتراضيه مظاهرو کښې د ګډون په تور نيولي شوي وو اوس يې د اعدامولو تيارۍ روانې دي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د سعودي جنګي الوتکو په یمن بریدونو ته دوام ورکړے دے.

خبر زياتوي د سعودي د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو څه د پاسه لس (۱۰) ځله په مارب او صعده ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو بمبارۍ کړې دي چې د دغو حملو د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی .

-------

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اوس به د پاکستان چاپ ځينې ورځپاڼې راواخلوو چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله غټه سُرخۍ کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: هيڅکله به امريکې ته د پاکستان په خاوره کښې اډې ورنه کړوو. هغه زياته کړه  چې اصلاً امکان نه لري چې د امريکې ځواکونو ته په افغانستان کښې د عملياتو لپاره د پاکستان د خاورې استعمالولو اجازه ورکړې شي.

ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل، له افغانستانه د امريکائي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کښې د امن د ټينګښت ذمه واري يوازې د پاکستان نه ده بلکه ټولو شراکت دارو ته پکښې کردار ادا کول پکار دي.

ورځپاڼې د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو د وفاقي وزير فواد چودهري په نقل سره وليکل، له لندنه د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم له راغوښتلو وروسته هغه په زندان کښې نه ساتوو بلکه د دغه هېواد د خلقو لوټلې سرمايه به ترې واپس اخېستل کيږي.

---------

 

 

 

 

 

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، سيد ابراهيم رئيسي په درون اکثريت سره د ايران ولسمشر وټاکل شو، خبر زياتوي رئيسي ترټولو لوے قاضي دے او امریکې له مخکښې په هغۀ بنديزونه لګولي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند په حوالې سره وليکل دغه ګوند به د روان  جون د مياشتې په درويشتمه نېټه احتجاجي پرلت غزونه کوي.

په خبر کښې د جماعت اسلامي د چارواکو له قوله ليکل شوي دي چې د حکومت لخوا وفاقي او صوبائي بجټونه له دهوکې او فرېبه ډک دي او غريبو نه بلکه د مالدارو خيال پکښې ساتل شوے چې جماعت اسلامي به يې په خلاف احتجاج کوي.

-----

 

 

 

 

 

 

 

 

 

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې مسير ورځپاڼه راخلووو

سیر ورځپاڼې لیکلي، د جمهور رییس د حکم پر بنسټ بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه او ولي محمد احمدزی د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

تردې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره هم نوي مرستیالان ټاکل شوي وو.

خو د ورځپاڼې له قوله، دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې په دې وروستیو کې هره ورځ ولسوالۍ سقوطېږي او یوازې پرون د طالبانو له خوا د اتو ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکړل شوي وو، خو چارواکو د دې ټولو ولسوالیو سقوط نه و منلی او ورته یې د تاکتیکي شاتګ نوم ورکړی.

مسير ورځپاڼې د افغان ولسمشر له قوله وليکل: نړیواله ټولنه دې د طالبانو د کړنو په تړاو بې طرفه نه پاتې کېږي

ولسمشر غني وایي جګړه طالبانو پیل کړې ده او مسوولیت یې هم ددغه ډلې پر غاړه دی. ولسمشر غني د ملي دفاع ، کورنیو چارو او کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو د معرفي په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان ځواکونه پياوړي دي او تر څنګ یې حکومت د سولې لپاره هم واضح طرحه لري. ولسمشر طالبان د جګړې پیلوونکي وبلل او په خبره یې دغه ډلې جګړه پیل کړې ده، د پردیو تورو ډلو په اشاره عامه تاسیسات ورانوي او د سولې لپاره هېڅ راز واضح طرحه نه لري. هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام ټول مسوولیت پر وسله والو طالبانو دی.---------

هشت صبح ورځپاڼې هم د نویو وزیرانو په ګمارل کېدو لېکنه کړې.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نویو سرپرست وزیرانو په ټاکل کېدو سره باید د جګړې په لېکو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي.

د ورځپاڼې له انده، دا مهال د ولسوالیو سقوط ډېر په ډراماټیک ډول پرمخ ځي چې د خلکو ترمنځ یې ګڼې اندېښنې راپورته ته کړي دي.

--------------------

د کابل چاپ هېواد ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې د قطر د بهرنيو چارو د وزير له قوله وليکل: د دوحې په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. محمد بن عبدالرحمان دا خبره وړمه ورځ په بیان کې وکړه.ده همداراز وېیلی: له افغانستان نه د امریکایی پوځیانو د اېستلو اعلام د خبرو د وخت له اوږدېدو سره نوره مرسته کړې ده.د ډېرو کتونکو په باور د امریکا له لوری د ځواکونو د اېستلو د نېټې اعلام د دې سبب شوی، چې طالبان د سولې د خبرو په ځای د دغو ځواکونو وتلو ته انتظار وباسی او په عین وخت کې بریدونو ته زور ورکړی.د قطر د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان ووېیل : ((زموږ هدف دا دی، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند سلا وشی او همداراز د دغه هېواد پر راتلونکې موافقه وشی.))په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې د تېر کال د سپټمبر په لومړۍ نیمایی کې پیل شوې خو نه یوازې دا چې په خبرو کې په ځلونو ځنډ پېښ شوی، هیڅ راز پرمختګ پکې نه دی شوی.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: سږ کال د جګړو له امله ۱۸۴۰۰کورنۍ بېځایه شوې. افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایی: د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې(۱۸۴۰۰) کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوی دی.د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرائت پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل ،چې دغه کسان په کندهار، هلمند، لغمان، فاریاب، جوزجان، کندوز، بدخشان او بغلان ولایتونو کې بېځایه شوی دی.نوموړی زیاته کړه: (( د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه بیا تر دې مهاله په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د تازه تحرکاتو له امله څه باندې ۱۲۸۸۰۰ افغانان بېځایه شوی چې ۱۸۴۰۰ کورنۍ کېږی.))

-----

 

ټیګونه