د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د امریکاد ډیموکراسۍ د دفاع د فاؤنډیشن په نامې سره یوه فکری مرکز یا اکاډمۍ(ایف ډي ډي ) پخپل یوه وروستي راپور کې منلې ده چې په اطلس سمندر کې د دوو ایرانیو تیلی کشتیو شتون امریکا له چیلنجونو سره مخامخ کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د صهیونیسټي رژيم د پوځ د استخباراتي ادارې یوه پخواني مشر عاموس بادلین ددې خبرې په کولو سره چې دغه رژيم د فلسطین دمقاومت په وړاندې په وروستۍ جګړې کې هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړې ، حماس ئې د تل ابیب تر ټولو بد دښمن بللی او ددغه غورځنګ دقدرت دزیاتیدا په باب ئې خبرداری ورکړی او وئیلی ئې دي ، له حماس غورځنګه ئې په بشپړ ډول ماته خوړلې ده .
دعراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي د الحشد الشعبي په لومړني پریډ کې چې خپل پوځي قدرت ئې نندارې ته وړاندې کړی ،پخپلې وینا کې ټينګار کړی ،دعراق پوځ دالحشد الشعبي په مشارکت سره ترهه ګري تر ډيره حده ځپلې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ا فغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال ددې خبرې په کولو سره چې حکومت د طالبانو مشرانو ته ددغه هیواد په نظام کې د شتتون اجازت نه ورکوي ،روښانه کړې ده دغه ډله به ترراتلونکو درو اونیو پورې له پيښو وغورځوي .
د امریکا په وسیله د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ په رسمیّت پيژندنې پسې د دغه ولسی غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام وظیلی دي ، دیمن ملت د چا له خوا دد په رسمیّت پيژندنې ته هیڅ ضرورت نه لري .
د کینیډا لومړي وزیر جاستیّن تروډو د کاتولیکانو په یوه ښونځي کې د ماشومانو په کابو اته سوه مړو مشتمل د دوهم ډله ایز قبر دموندل کیدا په غبرګون کې وئیلي دي ،پاپ باید دکینیډا په خاورې کې په دغه جنایت بخښنه وغواړي .
دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په یولړ څرګندونو کې په ډا ګه کړې ده ، له ایراني واکسن څخه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود استفاده کول د ملی ځوانو متخصصانو او متفکرانو ترټولو ښه هڅونه ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دایران د اطلاعاتو وزارت د ایران دقضایه قوې د اونۍ په مناسبت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، د ا مام الزمان عجل ا... تعالی فرجه الشریف ګمنام سربازان به دخپلو دندو په ترسره کولو کې یوه شیبه لټي هم ونه کړي .
دا مریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د نهائي کیدا په درشل کې یو ځل بیا دایران ګراؤند ته دغونډسکې په غورځولو سره وئيلي دي ، که د ایران د ایټمي پروګرام پراختیا دوام ومومي ، نو ممکنه ده جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د دوي دبیرته ګرځیداباندې اغیرې وشیندي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د خارجه وزارت ونیدوي سعید خطیب زاده د امریکا او فرانسې د خارجه وزیرانو د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ټینګار کړی ، دایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې نه دی وتلی چې وغواړي ،بیرته دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته ستون شي ، دامریکا ده چې باید خپله فیصله وکړي او د غیر قانوني بندیزونو په لغوه کولو او د خپلو ژمنو په اغیز شیندونکي اجرا سره دغې نړیوالې ایتمي موافقې ته وګرځي .
دامریکا ولسمشر حوزف بایډن د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او دملی مصالحې د عالی شورا له مشر عبدا... عبدا...سره په کتنې کې وئیلی دي ، د افغانستان راتلونکی ددغه هیواد له ولس سره تړلی دی . داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان ولسمشر له دغې کتنې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې په ډاګه کړې ،له جوبایډنه ئې نه دي غوښتي څو له افغانستانه دخپلو عسکرو وتل دې وځنډوي ،البته خبرداری مو ورکړی چې دغه اقدام د دواړو لورو لپاره ځیني نتیجې درلودلی شي .
په افغانستان کې د حالاتو په ترینګلتیاپسې د افغانستان په پولې کې د تاجیکستان سرحدي ځواک په بشپړ ډول تیارسی شوی دی .
د افغانستان په کابو شلو ولایتونو کې د افغان پوځ او ولسی پاڅون کونکو سره د طالبانو د نښتو اوج ته رسیدا ددغه هیواد ولس له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړی او دخپل سبا ورځې په اړه هم ډيرې اندیښنې لري .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ډاګه وئيلي دي که طالبان پر کابل قبضه وکړي ،نو له افغانستان سره به خپلې ټولې پولې وتړي .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دامریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په یولړ له ملنډو په ډکو څرګندونو کې وئيلي دي، که دامریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلۍ نه وائ شوي ، نو په کابو یوه اونۍ کې به ئې له ایران سره موافقه کړې وه .
دروسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې انګریزانو ته خبرداری ورکړی ، که په تور سمندر کې د کریمه ټاپو وزمې په سواحلو کې د انګلستان دبیړیو لمسونکي اقدامات بیا تکرار شي ، نو دغه بیړۍ په نیغ په نیغه پخپل شیشت کې راولي .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،ایران ثابته کړې ده ، چې دبل هیچا په نیابت سره له هیچا سره خبرې اترې نه کوي دوست او یا غیر دوست که له ایرانه مرسته وغواړي ،نو ایران هیڅکله هم له دغه شان مرستو ډډه نه ده کړې .
د امریکاپه فلوریډا ایالت کې د یوه دولس پوړیزې ودانۍ په نړیدا پسې دا احتمال شته چې ممکنه په دغې ودانۍ کې په سلګونو کسان تر کنډوالو لانډې شوي وي .
د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د بې پيلوټه الوتکو په وسیله دعربستان په پوځي روزونکي مرکز حملې دسعودي ائيتلاف په تیره بیا د آل سعود رژيم په واکوالانو کې لالهاندي رامینځةکړې ده ، وئيل کیږي ،په دغې حملې کې د سعودي عربستان د پوځ د یو شمیر پوځي افسرانو پشمول کابو یو سل شپیته پوځیان هلاک شوي دي .
د افغانستان د ولسی جرګې یوه استازي غلام سرور فایز وئیلي دي ،د مونږ افغان سیاستوالانو اراده او دګاونډیانو هڅې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګولی شی . باید د وخت له چټي تیرولو په ډډه کولو سره دامن او ثبات لپاره ټول سره لاس په کار شي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورخپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
دکابل چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د ولسواليو سقوط، ولسي پاڅونونو او امريکا ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه سرمقالې او شننې خپرې کړي.
هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په وروستيو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د حکومت د وسلهوالو مخالفانو پوځي تحرکاتو زور اخیستی او ځینو ولسوالیو او پوځي مرکزونو سقوط هم کړی دی.
ورځپاڼه ليکي، که د دغو ولسوالیو او پوځي مرکزونو د سقوط څرنګوالي ته کتنه وشی؛ نو لیدل کېږي چې ځینې ئې بې له کوم مقاومته، د حکومتي مخالفانو لاس ته لوېدلې دي.
د سرمقالې ليکوال پوښتنه کوي چې ولې دې مرکزونو مقاومت ونهکړ او سره له دې چې ښه پوره پوځي تجهیزاتیې لرل او کولای یې شول چې مقاومت وکړي، خو له کوم مزاحمت پرتهیې لاسونه پورته کړل او خپل تجهیزاتیې مخالفانو ته وسپارل؟
په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي چې دا پوښتنه باید ځواب شي، ځکه د دې پوښتنې له ځوابه پرته مونږ د ستونزې اصلي ریښې موندلای نهشو او تر هغه چې د مسئلې ژورو ته لاړ نهشو، ناشونې ده چې د پېښو رښتینی انځور برابر کړو.
د سرمقالې ليکوال ليکلي، دوه خبرې باید سپینې شي، لومړی دا چې ایا په دې پېښو کې کوم پټ لاسونه دي او دا ولسوالۍ او پوځي مرکزونه د کوم دسیسې په پایله کې مخالفينو ته تسلیم شوي؟
دوهمه خبره دا چې په دې ولسوالیو او پوځي مرکزونو کې مېشت افسران او عسکر د مخالفانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې ورغلي او داسې یې ګڼلې چې ګنې ټول تسلیم شوي دي او یوازې دوي پاتې دي.
اصلاح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړه تر هر بل وخت سخت پړاو ته رسېدلې، افغان ولسمشر او ورسره پلاوی ئې واشنګټن ته تللی او دغه سفر ئې بریالی ياد کړی دی .
په سرمقاله کې وړاندې راغلي ، که څه هم په دې سفر کې سوله د ایجنډا برخه نهوه، خو بيا هم داسې هيلې کېدې چې د سولې اړوند ځيني پرمختګونه رامینځته شوي وی.
د سر مقاله ليکونکي په باور، د امريکا د نوي ادارې په رامینځته کېدو سره دا امریکا ته د افغان چارواکو لومړی سفر ؤ، نو تمې هم ترې ډېرې کېدې.
ورځپاڼې وړاندې ليکلي، په دې سفر کې د سولې خبرې د دې لپاره له ایجنډا غورځول شوې وې چې دا بهير د امريکا پخواني جمهور ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا پيل شوی و او تر ځايه دا خبرې ناکامۍ سره مخ شوې.
ليکوال په پای کې ليکلي، د دوحې تړون نهيوازې دا چې د افغانستان د سولې پروسې سره مرسته ونهکړه، بلکې طالبانو تهيې دا انګېزه ورکړه چې جګړه روانه وساتي.
= هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په هېواد کې وروستيو ولسي پاڅونونو ته په اشارې سرمقاله خپره کړې.
د سرمقالې ليکوال ليکلي چې د هېواد په ډېرو سيمو په ځانګړي ډول شمالي ولايتونو کې ولسي پاڅونونه پيل شوې څپه هم هيله بخښونکې ده او هم اندېښمنوونکې.
لیکوال وړاندې ليکي، حکومت له طالبانو سره په جګړې کې ضعف لري او دا ډله ورځ تر بلې ساحې نيسې، همدا د دې دليل دی چې ولسي پاڅونونه رامینځته شول.
د ليکوال په باور، اوس يو شمېر کړۍ غواړي دې ولسي پاڅونونو ته د ملېشې نوم ورکړي چې دا په خپل ذات کې سم قضاوت نهدی.
ليکوال دې مسئلې ته هم اشاره کړې چې که ولسي پاڅونونه کنټرول نهشي او د حکومت په چوکاټ کې ځای پر ځای نهشي، راتلونکي لپاره يوه جدي اندېښنه ده.