امریکا د ایټمي موافقې لپاره هیڅ اغیزشیندونکی اقدام نه دی کړی
په ویانا کې د دغو خبرواترو په وروستي شپږ م پړاؤ کې مرکچي ټیمونو په دې اړه په پرمختونو خوښي ښودلي او دغه راز د پاتې موضوعګانو د زرترزره حل کولو لپاره خپل کلک هوډ هم ښودلی ، خو ځيني موضوعګانې شته چې امریکا ئې په مخه نیولو او د دباؤ دسیاست په دوام کې له خپلو ژمنو ناغیړي کوي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ،د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا پرون ناوخته په خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکا تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لپاره هیڅ ډول اغیزشیندونکی ګام نه دی پورته کړی ،ووئیل ، په ویانا کې د نړیوالې ایټمي موافقې دلورو ترمینځ په خبرواترو کې تر ډیره حده پرمختونه شوي دي او تمه کیږي، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې دخبرواترو اوم پړاؤ هم په ویانا کې زر ترسره شي .