د تهران او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102832-د_تهران_او_ځينی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼۍ
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم   دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې  درسره شریکې کوو . هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2021 09:20 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم   دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې  درسره شریکې کوو . هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي .

 داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،امریکا دکابل دحکومت له پښو لاندې کاڼي ویستل او دافغانستان کابو څه دپاسه اتیا فی صدي خاوره د طالبانو ډلې اختیار ته ورغلې ده . دا په داسې حال کې دي چې د سپينې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي په زغرده وئيلی دي  په افغانستان کې ئې ماته خوړلې ده .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په افغانستان کې دطالبانو ډلې د وګړو پرمختګ تردې حده رسیدلی چې له  ایران سره په پولې کې ئې د اسلام قلا کسټم یا ګمرکات هم نیولي دي ،وئيل کیږي چې د اسلام قلا د ګمرکاتو او دپستې عسکر چې کابو یو سل اویا تنه کیږي ،له خپلو وسلو ا و تجهزاتو سره ئې  دایران پوله ساتي ځواک ته پناه وړې چې  دایران پولیسو هم د پناه غواړو په ځاي کې دیره کړي دي .

 ورځپاڼه په دوام کې زیاتو ي،د ایران دروغتیائي چارو وزارت  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،په ایران کې د کرونا ضد واکسن پيچکاري کول په ورځ کې تر څلورلکه ډوزو ته رسیږي .

ګلوبل ریسرچ خبری سایټ لیکلي دي ، په نیواکي فلسطین کې  په زرګونو صهیونیسټان د فایزر واکسن له پچکاري کولو وروسته هم په کرونا  ککړ شوي دي .

د عربستان دبشری حقوقو فعالانو وئيلي دي،دعربستان په بندونو کې د اسرائيلو د موسادجاسوسي ادارې  پلټونکي  دفلسطینیو بندیانو پلټنې کوي

 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په یوې غونډې کې وئيلي دي ،دایران اسلامی جمهوریت د افغانستان دسولې اوثبات د ټينګیدا په لاره کې دزړه له اخلاصه رول لوبوي او دا په سیمې او افغانستان کې دثبات او آرامښت له ټينګیدا سره ډيره مرسته کوي .

په تهران کې د بین الافغاني غونډې له ترسره کیدا وروسته  دواړو افغان لورو د ایران داسلامی جمهوریت دکوربتوب په قدرونې سره وئیلي دي ، په راتلونکي لنډ وخت کې به په پاتې  موضوعګانو هم وغږیږي ، ځکه په دغې ناستې کې اوڅاره پرمختګ شوی دی .

          دا هم د تهران ورځپاڼو  چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې  نن ئې په انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریئسي  وئیلي دي ،له ډيرو مشکلاتو او بحرانو سره سره به هڅه وکړي څو د  خپل ولس اعتماد بحال کړي او  ولس او حکومت  او دینی مراجعو په  غږملتیا او مشورو سره  دخلکو په وړاندې پرتې ستونزې  هوارې کړي .

د ایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د بین الافغاني  غونډې له ترسره کیدا وروسته  وئيلي دي ، په سولې کې شجاعت  ، په جنګ کې له شجاعته لا غوره او مهم دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د افغانستان بحران د نړۍ د خبرونو په سر کې دی او زیاتره خبری چینلونه او رسندوئې  په دې اند دي چې امریکا  له دغه هیواده په بې مسئولیّته وتلو سره  د  کابل د حکومت له پښو  کاڼي لیرې کړي دي ،  او د کابل حکومت ئې په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی . له دې سره په یووخت د افغانستان  ولسمشر اشرف غني وئیلي دي ،  په افغانستان کې د کنډوالو او وینې بهیدا مسئولان طالبان او د پاکستان ځیني ادارې دي ،حال دا جې د پاکستان سیاسی او پوځي چارواکي وائي  دافغانستان امنیت او سوله د پاکستان  د سولې او امنیت او ثبات لپاره ډیر مهم دی او باید افغانان پخپلو کې سره خپل مینځۍ شخړې په خبرواترو  حل کړي .

ورځپاڼه بیا لیکي د اروپائي پارلیمان په یوې  خبرتیا کې وئيل شوي دي ،اروپائي شورا دې  د بشری حقوقو  د خلاف ورزیو په دلیل د ایران دلوړپوړو چارواکو په ضد بندیزونه ولګوي .

د امریکا  د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس په یوې ناستې کې وئیلي دي ،د جامعې نړیوالې ا یټمي  موافقې  دلورو دخبرواترو اوه م  پړاؤ لا نه دی مشخص شوی .حال دا جې د جرمنی خارجه وزارت  وئیلی  دي ډير زر به  دنړیوالې ایټمي موافقې د لورو د ګډکمیشن  اومه او نهائي غونډه په ویانا  کې ترسره شي. ټاکل شوې وه چې ډیر زر  په ویانا کې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې د  غړو د ګډ کمیشن اومه غونډه ترسره شي .

د سورئې پوځ او مقاومتي چورلیز ځواک  په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر کلي او سیمې پاکې کړي  او وئیل کیږي ،چې په لسګونو ترهه ګر ئې په پاکونکو عملیاتو کې هلاک او د هغوي  تجهیزات او ګاډي هم تباه کړي دي .

د لبنان د موقته لومړي وزیر سعد حریري  د استعفی ورکولو ګونګوسې بیا آوریدل شوي دي .خبرې سرچینې وائي ، په لبنان کې د خپلې خوښې دحکومت دجوړولو لپاره ددغه هیواد پر ولسمشر او نورو ا ړونده اورګانونو باندې د امریکا ، فرانسې او سعودي عربستان دباؤنه لازیات شوي دي .

         دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ا مریکاد خارجه وزیر یوه موقتي سلاکارجوئې هوډ  وئيلي دي،له عراقی ډلو غواړو چې له مونږ سره دې کار نه لري  مونږ یوازې دخپل سفارت او ځان دفاع کوو، باید ددوي تمرکز د داعش ترهه ګرو سره  پر مبارزې شي .

ورځپاڼه په  دوام کې لیکي،د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د افغانستان د موجوده حالاتو په باب د خپلې کړن لارې په اعلانولو سره وئیلي دي،په افغانستان کې ئې دامریکا درستې موخې ترلاسه کړي دي او د اګست تر یودیرشمې نیټې پورې به په افغانستان کې خپل ماموریت بشپړ کړي ،امریکا  افغانستان ته دملتو دجوړولو لپاره نه  ده ورغلې .

د افغانستان د ولسی جرګې یوه ولسی استازي سید محمد جمال فکوري وئيلی د افغانستان ولس د سولې او ثبات تږی دی اوهیله لرو هغه واقعي هلې ځلې چې په افغانستان کې د سولې د رامینځةکیدا لپاره  ترسره کیږي ، ګټه ورې شي .

د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې مشر ټدرس آډهنم  له کرونائي بحران سره دمقابلې د تجهیزاتو ته دلارس رسي په زمینې کې دتوان نه لرونکو هیودونو د وضعیّت په باب په یولړ څرګندونو کې  په ځينو سیمو کې  د کرونا ویروس دد لازیاتې خوریدا په باب سخت خبرداری ورکړی دی .

د لویدیځي آسیا سیمې د چارو یوه کارپوه اوتکړه شناندي حسن هاني زاده په یولړ څرګندونو کې د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ دعمومی منشي سید حسن نصر ا...  وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وئیلی دي ، حزب ا... ولسی غورځنګ  توانیدلی دی پخپل کړچار او عمل سره د نړۍ دعمومي افکارو پام پخپله ګټه ځان ته بدل کړي .

 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د افغانستان د حالاتو  وروستیو بدلونونو ته په  اشارئې سره  وئيلي دي ،که  د افغانستان حکومت سیاستوالان او مخالفان په خود کې نشي او خپل مینځنۍ شخړې په سوله ایزو خبرواترو سره حل نه کړي ،نو ممکنه ده د بهرنیو عسکرو له بشپړ وتلو وروسته په دغه هیواد کې ستر ناورین رامینځة شي چې کنټرولول به ئې  سخت شي .

د طالبانو ډلې یوه پلاوي چې ماسکو ته   دروسیې له لوړپوړو چارواکو سره د وروستیو حالاتو په باب دمشورو لپاره تللی دی،وئیلي دي،طالبان د افغانستان  درست وګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوي ،د افغانستان  خاوره به د هیچا په ضد  داستفادې لپاره ونه کارول شي .

Image Caption

 

اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د طالبانو له لورې افغان حکومت ته د سولې د نوېو وړاندیزونو د سپارلو، د جو بایډن د وروستیو څرګندونو او په لویو ښارونو کې د طالبانو د بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هشت صبح  لیکلي چې بالاخره طالبانو د سولې د هوکړې او تاوتریخوالي د  کمولو لپاره افغان حکومت ته تازه وړاندیزونه سپارلي.ورځپاڼې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قوله لیکلي چې دغو وړاندیزونو کې د مؤقت حکومت، یو بې طرفه کس ته د حکومت د رهبرۍ سپارل او د اساسي قانونو بدلون شامل دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د طالبانو پر وړاندیزونو کې د مؤقت حکومت دوره  باید درې کاله وي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.په سرمقاله کې په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شهاب الدین دلاور څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې و، دغه طرحه یې څلور میاشتې وړاندې د خلیلزاد په لاس افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدا....عبدا....ته سپارلې ده.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې ښاغلي دلاور په مسکو کې په خبري ناسته کې دا هم ویلي چې په دغو وړاندیزونو کې د طالب بندیانو خلاصول، د دوی په مشرانو د سفر د بندیزونو لغوه کول هم راغلي او طالبان به یې په بدل کې په لویو ښارونو بریدونه نه کوي هم شامل دي.

د لیکوال په اند د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې مذاکرات له پیله چندان ښه نه و چې دې چارې تاوتریخوالی زیات او افغانان یې اندېښمن کړل.  چې درېیم ګړی رول ادا کړي، هغه که په نړیواله، سیمه ییزه او يا ملي کچه وي، څو د سولې خبرې چټکې شي.

=  ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا د ولسمشر جو بایدڼ د پنجنشبې د ورځې د څرګندونو په اړه لیکنه او تبصره کړې ده.په سرمقاله کې راغلي،جو بایډن په دغه خبري ناسته کې وویل،د دې احتمال چې یو واحد حکومت افغانستان اداره کړې ډېرکم دی.په سرمقاله کې راغلي ښاغلي بایډن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له وتلو وروسته د  عامو افغانانو مرګ ژوبله کې به امریکا ځان مسئول وبولي که نه؟ ده څلور وارې وویل "نه، نه، نه، نه."

د لیکوال په اند په افغانستان کې له روانو ناخوالو او ناوړه بد امنیتي وضعیت سره اوس جوبایډن د هیڅ شي مسوولیت په غاړه نه اخلي او دا هم وايي چې دا هېواد واحد نه دی او واحد حکومت یې نه شي اداره کولای.د سرمقالې په پای کې راغلي داسې ښکاري چې د سیمې هېوادونه د امریکا په دې نیت اوس پوه شوي او د همدې لپاره یې د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

       ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې روانه جګړه ډېره پیچلې شوې ده، د لیکوال په اند د کور مالک هم وايي مه یې پرېږدئ او غل هم وايي مه یې پرېږدئ.ورځپانه لیکي، په داسې یوه وضعیت کې بېلابېل تحلیلونه او برداشتونه کېږي.د ولسوالیو له سقوط وروسته طالبان د بادغیس مرکز قلعه نو ته ننوتلي و، خو ماته یې  خوړلي .په داسې حال کې چې د سرمقاله لیکونکي په خبره د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د دوحې په هوکړه کې راغلي و چې طالبان به په لویو ښارونو بریدونه نه کوي چې دا ډول برید له دې هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

(ژباړن....... سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************