دحضرت امام موسی کاظم (ع)نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103684-دحضرت_امام_موسی_کاظم_(ع)نیکمرغه_زوکړه_دې_ټولو_ته_مبارک_وی
هغه حضرت په علم، خاکسارۍ، زياتې صدقې ورکولو، سخاوت او بخشش کولو کښې زيات مشهور ؤ؛ امام موسی کاظم (ع) د هغو کسانو په وړاندې چې ورسره يې بدي کوله د زيات صبر او مهربانۍ په وجه په کاظم لقب ملقب شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • دحضرت امام موسی کاظم (ع)نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی

هغه حضرت په علم، خاکسارۍ، زياتې صدقې ورکولو، سخاوت او بخشش کولو کښې زيات مشهور ؤ؛ امام موسی کاظم (ع) د هغو کسانو په وړاندې چې ورسره يې بدي کوله د زيات صبر او مهربانۍ په وجه په کاظم لقب ملقب شو.

نن د خالي ورځ د ذی الحجې يا لوے اختر د مياشتې شلمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) څخه د اوم امام، حضرت امام موسی کاظم (ع) د ميلاد ورځ ده.

امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې د مياشتې په شلمه نېته د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ په الابوا کلي کښې دنيا ته تشريف راوړۀ.

هغه حضرت د خپل پلار او شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) له شهادته وروسته د مسلمانانو د مشرۍ ذمه واري په غاړه واخېسته.

هغه حضرت په علم، خاکسارۍ، زياتې صدقې ورکولو، سخاوت او بخشش کولو کښې زيات مشهور ؤ؛ امام موسی کاظم (ع) د هغو کسانو په وړاندې چې ورسره يې بدي کوله د زيات صبر او مهربانۍ په وجه په کاظم لقب ملقب شو.

هغه حضرت د خپل قدرمن پلار امام جعفر صادق (ع) د روايتونو، حديثونو، احکامو او سنتو په راغونډولو او د اسلام او تشيع د رښتينو پېروکارو د تعليم او لارښؤنه کولو سره چې د شپږم امام په تعليماتو او مجاهداتو سره يې نظم او استحکام موندلے ؤ ساتنه او پياوړتيا وکړه.

مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا د حضرت محمد (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام پېروکارو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.