د حضرت امام سجادعلیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
حضرت امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پیښې په وخت ناروغه وو د حضرت امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل ګران پلار لارې ته د دوام د ورکولو ستر مسولیت پرغاړه واخیست او د کربلا د پاڅون د ماهیت اواهمیت د ښودلو لپاره یې ډیرې هڅې وکړې .
زمونږ خبریال وايي نن د خالی ورځ د ۲۰۲۱میلادي کال د اګست د میاشتې یویشتمه ۲۱او د څوارلس سوه درې څلویښتم هجري قمري کال د محرم دولسمه نیټه ده چې د خدای پاک ج د ګران رسول حضرت محمد صلی ا...علیه واله وسلم د یوه ګران لسمي او د حضرت امام حسین علیه السلام د زوی حضرت امام زین العابدین ع چې په سجاد مشهور دې د شهادت کلیزه ده .
د نړۍ د شیعه مسلمانانو څلورم امام زین العابدین علیه السلام په اته دیرشم هجري قمري کال کښې په مدینې ښار کښې وزیږید او هغه په داسې وخت کښې ژوند کاوه چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص په کورنۍ باندې ډیرې سختیانې کیدلې .
حضرت امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پیښې په وخت ناروغه وو د حضرت امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل ګران پلار لارې ته د دوام د ورکولو ستر مسولیت پرغاړه واخیست او د کربلا د پاڅون د ماهیت اواهمیت د ښودلو لپاره یې ډیرې هڅې وکړې .
حضرت امام سجاد علیه السلام د اسلامي کلتور او تمدن په رامینځته کولو او د قران د سوچه تعلیماتو د پراخولو لپاره ډیرې هڅې وکړې او په خپلې خاص روشن بینۍ سره یې د مسلمانانو ، علماو او پوهانو د روزلو اقدام وکړ چې له دې لارې قران کریم او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی ا... علیه واله وسلم سنت محفوظ پاتې شي .
حضرت امام سجاد علیه السلام د وړ انسانانو په راغونډولو سره هغوې تر خپلو دیني تعلیماتو لاندې راوستل تر دې چې د تاریخي روایتونو پراساس د هغه حضرت د شاګردانو شمیر څه د پاسه یوسل اویا تنه ذکر شوی دی .
د مسلمانانو لپاره د حضرت امام سجاد علیه السلام یو بل ارزښمن میراث د «صحیفه سجادیه» په نوم کتاب دی .دغه کتاب که څه هم د دعا او د عبادت په چوکاټ کښې دی خو پکښې ډیر عرفاني او اسلامي معارفو او علمونو حقایق ، شرعي احکام ، سیاسي ، ټولنیز ، تربیتي او اخلاقي حساس مسایل شامل دي .
د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام سجاد علیه السلام د شهادت د کلیزې په هکله د نړۍ ټولو مسلمانانوپه تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .