ترکیې کښې د افغان کډوالو لپاره د یو مرکز د جوړیدو خبر دروغ دی
د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو د دفتر مشر په دغه هیواد کښې د افغانستانیانو لپاره د کډولۍ د مرکز جوړیدل دروغ وبلل
د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو د دفتر مشر په دغه هیواد کښې د افغانستانیانو لپاره د کډولۍ د مرکز جوړیدل دروغ وبلل
فخر الدین آلتون د نه تایید شوي خبر د خپرولو په وجه په ځینو رسنیو او سیاسي ډلو باندې په نیوکې سره وویل چې د داسې دروغ خبر په خپریدو ډیر حیران شوی دی.
هغه څرګنده کړه: له ترکیې څخه داسې کومه غوښتنه نه ده شوې او که وشي نو هم به یې دغه هیواد ونه مني.
د ویلو ده چې ځینو رسنیو د انګلستان د دفاع وزیر په مرکې باندې په استناد سره په ترکیې کښې د هغو افغانستاني کډوالو لپآره د یو مرکز د جوړیدو ادعا کړې وه چې ټاکل شوې انګلستان ته منتقل کړی شي.
د ترکیې خارجه وزارت هم په یوه خبرپاڼه کښې په دې هکله خپور شوی خبر دروغ بللی دی.