پاریس به دافغانستان له نوي حکومت سره هیڅ رابطه ونه لري
د وئيلو ده پاریس له افغانستانه په تخنیکي خبرواترو ترسره کولو سره کابو درې کسان ویستلي دي .
د فرانسې خارجه وزیر په دروغو د طالبانو په تورنولو سره ووئیل ، پاریس به دافغانستان له نوي تاسیس شوي حکومت سره هیڅ ډول رابطه ونه لري .
فارس خبری آژآنس راپورورکړ، د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن بیګا له افغانستانه د راتلونکو وتنو په باب په قطر کې دیکشنبې ورځې په خبرواترو کې دګډون لپاره دغه هیواد ته له تلو مخکې ووئیل ، دوي (طالبانو وئیلي دي،اجازت ورکوي،ځيني بهرنیان او افغانان په آزاده توګه له افغانستانه ووځي ، او دیوه ولسی ټول شموله حکومت دجوړیدا خبره ئې کړې ، خو دوي دروغ وائي .
لودریّن زیاته کړې ،فرانسه له د غه حکومت سره له هر ډول رابطې ټینګولو او یا د دوي په رسمیّت پيژندنې ډډه کوي .
د وئيلو ده پاریس له افغانستانه په تخنیکي خبرواترو ترسره کولو سره کابو درې کسان ویستلي دي .
لودریّن په پاي کې یادونه کړې ده ، تردې دمه څو فرانسوي ښاریز او څو سوه هغه افغانان چې له فرانسې سره ئې ارتباط درلودلی ، په افغانستان کې پاتې دي .
له دې څه وخت مخکې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون له طالبانو سره د پاریس د خبرواترو په باب توضیح ورکړی او وئيلي ئې دي ، چې دغه شان خبرې اترې د دوي دحکومت د په رسمیّت پيژندنې په معنا نه دي .