په افغانستان کې د امریکا په سټراټژيکې ماتې  اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106266-په_افغانستان_کې_د_امریکا_په_سټراټژيکې_ماتې_اعتراف
د امریکا یوه سناتور میچ مک کانل  وئيلی دي ، دا چې  امریکا په افغانستان   کې جنګ دروي ،  دا په دې معنا نه ده چې  ترهه ګر هم ختمیږي او له مینځه ځي . دوي په افغانستان کې دي او خوشال دي چې  امریکا ئې په افغانستان کې په ګونډو کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2021 12:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکا په سټراټژيکې ماتې  اعتراف

د امریکا یوه سناتور میچ مک کانل  وئيلی دي ، دا چې  امریکا په افغانستان   کې جنګ دروي ،  دا په دې معنا نه ده چې  ترهه ګر هم ختمیږي او له مینځه ځي . دوي په افغانستان کې دي او خوشال دي چې  امریکا ئې په افغانستان کې په ګونډو کړې ده .

 له افغانستانه د امریکا  دبشپړ وتنې له یوې میاشتې تیریدا وروسته،  ددغه هیواد دفاع وزیر لویډ آستیّن  او د پوځ  لوي درستیز  مارک میلي  پرون ناوخته  د امریاک په مشرانو جرګې کې  د پوځ  د چارو په کمیټې کې په شتون سره ،له افغانستانه د  دغه هیواد  دبې شرمې وتنې په باب د سناتورانو  پوښتنو ته ځوابونه ووئيل .

 لویډ آستیّن  په دغې ناستې کې ، په افغانستان کې په شل کلن جنګ کې  دواشنګټن کړچار تر پوښتنې لاندې وروست او په افغانستان کې  ئې  په ملت جوړونې کې د امریکا په بې وسۍ  اعتراف وکړ .  جنرال مارک میلي  هم  په دې باندې په اعتراف سره چې له افغانستانه وتل ، یوه سټراټژيکه ناکامي وه ، ووئيل  په امریکا باندې  دحملې په هیلې سره  دالقاعدې یا  داعش بیرته غونډیدا یو ډیر زیات  واقعي احتمال دی . هغه مدعی شوی چې  جوزف بایډن ته ئې سپارښتنه کړې وه ،په افغانستان کې لږ ترلږه  دوه نیم زره امریکائی عسکر وساتئ .  د  امریکا دپوځ او پنټاګان د مشرانو دغه دریځ ،  دسپينې ماڼۍ له دریځ سره په تضاد کې دی .  د سپينې مانۍ  ویندوئې  جن ساکی  وئيلی دي چې  که امریکاپه افغانستان کې  خپل دوه نیم زره عسکر ساتلي  وائ ، نو دا موضوع له طالبانو سره  د جنګ سبب کیدله .

  له افغانستانه د وتلو په باب د ادعاګانو، دریځونو لالهاندي او  تیریګرې ادعاګانې  ددې ښودنه کوي ،  چې  تر دې دمه  د جوبایډن حکومت ، ددغې پيښې له امله  له سخت ګوزار ، بې شرمۍ او تاوان موندنې  نه دی وتلی  او په عین حال کې  حتی  په ترټولو لوړه سویه هم دغه  د نظر اختلاف  موجود دی . له افغانستانه  دهغو بې پایانه جنګونو   دختمولو په پلمه  د امریکائي پوځیانو د ویستلو په باب د جوبایډن حکم  چې  امریکا په تیرو دوو لسیزو کې  ورسره ځان ښکیل کړی دی ، صادر کړی دی . په افغانستان کې  په ملت جوړونې کې په ماتې او  ددغې چارې د پوره کیدا لپاره په  نورو هیوادونو کې  دپوځي لاسوهنې لپاره  دارمیکا د هڅې د پړاؤ  په ختمیدا د بایډن  اعتراف ، د امریکا د ملی قدرت او دهغه نړیوال اړخ د تر پام وړ حده پ،رې د ورستیدا نښه ده .

په عین حال کې  د جوبایډن دغه اقدام ،  دامریکا په داخل او بهرن کې  له ډيرو زیاتو نیوکو سره مخامخ شوی دی  او اساسا  دمشرانو جرګې د وسلوال  ځواک  د کمیشن  غونډه هم په همدې خاطر ترسره شوي  ده .

د امریکا یوه سناتور میچ مک کانل  وئيلی دي ، دا چې  امریکا په افغانستان   کې جنګ دروي ،  دا په دې معنا نه ده چې  ترهه ګر هم ختمیږي او له مینځه ځي . دوي په افغانستان کې دي او خوشال دي چې  امریکا ئې په افغانستان کې په ګونډو کړې ده .

 البته له امریکا په بهر کې  هم د  واشنګټن دنړیوالو سیالانو له خوا یعني د روسیې او چین له خوا  او دغه راز د دامریکایانو  د اروپائي شریکانو له خوا هم  د جوبایډن  ددغې فیصلې په باب سختې نیوکې شوي دي .

 له افغانستانه  د امریکائي عسکرو په ویستول کې د بایډڼ ښکاره بیړه ،  په بشپړ ډول  هغې پيښې ته ورته ښکاري چې له ویتنامه د  امریکائي عسکرو   د ویستلو په وخت  شوي وه .  په عین حال کې  د افغانستان د نیواک او   او د هغو د شل کلن نیواکګر شتون په څیر   د امریکا دغه اقدام ، د دوي د نتیجو  په نظر کې له نیولو پرته  شوی . په دې توګه  اوس حتی  د امریکا   تر ټولو لوړپوړی پوځي او دفاعي چارواکي  هم د بایډن  د فیصلې  سموالی  تر پوښتنه لاندې ورولي .  په حقیقت کې    په حاکمیّتي  سوئې کې د سیاسی اختلافاتو په څير پر نورو مسئلو سربیره  دافغانستان د پوځي ځواک  نه چمتووالي ترڅنګ د  امریکائي  ځواک د  وتلو له امله  امنیتی خلاء ، د اغیزشیندونکي قوماندانۍ دجوړښت نه شتون، د افغان ځواک  دروحیې ځوړتیا او  ځیني نور موردونه سره یو ځاي شول  او  د افغانستان د حکومت دنسکوریدا او  پر دغه جنګ ځپلي هیواد باندې د  طالبانو د ولکې  سبب شول . 

 دغه مسئلې  په تیره بیا   د لویډ آستیّن په څرګندونو کې  ترسترګو کیږي .  مسلما  ددغو څرګندونو  خپریدا  او  د امریکا د پوځ او پنټاګان  دلوړپوړو چارواکو له خوا  دمخالفو لیدتوګو بیانیدل ،  د هغه هیواد په توګه  د امریکا د پرسټیج  او موقعیّت د لازیاتې کمیدا سبب شوي چې  دنړیوال قدرت  ادعا کوي .  له بل پلوه  دا موضوع ، د واشنګټن د  شریکانو او متحدانو  په وړاندې د  امریکا د ژمنتیاؤ دپوره کیدا په باب د  دوي د اعتماد لازیاتې کمیدا سبب به  هم شي .