د امریکا نیمايي خلک د ولسشمر بایډن استعفا کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106454-د_امریکا_نیمايي_خلک_د_ولسشمر_بایډن_استعفا_کول_غواړي
تسنیم خبري اژانس وايي د یوې (۱) نظر سنجې نتیجه وايي د امریکا پینځه پنځوس (۵۵) فیصده خلک له افغانستانه په بې شرمۍ سره د وتلو په دلیل د ولسمشر جوبایډن د استعفا غوښتونکي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 01:12 Asia/Kabul
  • د امریکا نیمايي خلک د ولسشمر بایډن استعفا کول غواړي

تسنیم خبري اژانس وايي د یوې (۱) نظر سنجې نتیجه وايي د امریکا پینځه پنځوس (۵۵) فیصده خلک له افغانستانه په بې شرمۍ سره د وتلو په دلیل د ولسمشر جوبایډن د استعفا غوښتونکي دي .

د راسموسن موسسې د نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا پینځه پنځوس (۵۵) فیصده خلک باوري دي چې اته اویا (۷۸) کلن ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په ارتباط خپل له بې شرمۍ څخه د ډک کړچار په دلیل له واک څخه څنګ ته شي .

په دغه نظر سنجې کښې د امریکا یوازې نهه دیرش (۳۹) فیصده ګډون کونکي وايي چې ولسمشر بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي .

د امریکا عسکرو په داسې حال کښې په نیمه شپه کښې په ذلت سره افغانستان پریښود چې د خپلو عسکرو او ښاریزو د ایستلو لپاره یې له طالبانو مرسته وغوښتله او د تش په نامه ډیموکراټیک نظام چې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې یې په ډیرو زیاتو پیسو لګولو سره رامینځته کړی و د طالبانو په وړاندې له هیڅ مقاومت ښودلوپرته دړې وړې شو او د افغانستان حکومتي چارواکي هم په بیلابیلو الوتکو کښې له هیواده وتښتیدل .

په افغانستان باندې د امریکا او د هغې د ملګرو شل (۲۰) کاله لشکرکشۍ په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ د جنګ د تاوتریخوالي  د بې ثباتۍ د نا امنۍ له زیاتیدا  او د لسګونو زره خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .