جبهه النصره ډله په سوریې کښې کیمیاوي بریدونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106606-جبهه_النصره_ډله_په_سوریې_کښې_کیمیاوي_بریدونه_کوي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې په حمیمیم اډې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز نائب رئیس فادیم کولیت په ادلب ولایت کښې په ځینو سیمو باندې د سپیین خولیو(White Helmets) په ملګرتیا سره د کیمیاوی حملو د ترسره کولو لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې د پلان خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • جبهه النصره ډله په سوریې کښې کیمیاوي بریدونه کوي

سانا خبري اژانس وايي د سوریې په حمیمیم اډې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز نائب رئیس فادیم کولیت په ادلب ولایت کښې په ځینو سیمو باندې د سپیین خولیو(White Helmets) په ملګرتیا سره د کیمیاوی حملو د ترسره کولو لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې د پلان خبر ورکړ .

فادیم کولیت وویل النصره ترهګره ډله د سوریې په ادلب ولایت کښې په «کنصفره» او «قدوره» ښارګیو کښې د سپین خولیو په ملګرتیا سره د کیمیاوی وسلو د حملو د ترسره کولو په حال کښې دي .

هغه وویل مونږ باوري اطلاعات ترلاسه کړي دي چې د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړي د کیمیاوي وسلو د یوې (۱) حملې د ویډیو په جوړولو بوخت دي چې له هغه د ملکي وګړو پرضد له زهرجنو موادو په استفادې باندې د سوریې د پوځ د تورونولو لپاره استفاده وکړي .

د روسیې دفاع وزارت په ځلونو په دې هکله ټينګار کړی دی ترهګرې ډلې د سوریې په ادلب ولایت  کښې د زهرجنو موادو د جوړولو او برابروولو لپاره لیبراتورونه لري او په اروپا کښې روزل شوي کارپيژاندي  او متخصصان دغه لیبراتورونه چلوي.

جبهه النصره وهابي ترهګرې ډلې مخکې هم د سوریې د ملکي وګړو پرضد د کیمیاوي وسلو په ترسره کولو سره کوشش کړی و  د سوریې حکومت د دغو بریدونو په ترسره کولو تورن کړي .