امریکا دې خپل مشکلات حل کړي پر نورو ئې د تپلو هڅه نه کوي
امریکا عادت لري چې د تش په نامه بشری حقوقو په باب پخپل معیار سره دنورو قضاؤت وکړي او تل هڅه کوي ، نورو هیوادونو ته داسې ځيني نسخې ورکړي ، په داسې حال کې چې پخپله د بشری حقوقو له بدنامو مخینو سره لاس اوګریوان شوې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ،د چین دخارجه وزارت ویندوي ژائولیجیان د امریکا له حکومته غوښتي دي څو نړیوال پولیس مین په توګه د رول په ځاي دې ،پخپل هیواد کې له بشری حقوقو سره په اړونده مسئلو فکر وکړي .
دژائو لیجیان خبرې له دې وروسته مطرح شوي دي چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د انسان د قاچاق دموضوع په باب یو یاددښت لاسلیک کړی،چې وائي،دغه هیواد به په ۲۰۲۲ مالی کال کې د افغانستان، میانمار،چین اون ورو هیوادونو سره غیر تجارتي او غیر انساني مرستې ونه کړي .
د چین د خارجه وزارت وینوي زیاته کړې ،امریکاعادت لري چې د تش په نامه بشری حقوقو په باب پخپل معیار سره د نورو قضاؤت وکړي او تل هڅه کوي،نورو هیوادونو ته داسې ځيني نسخې ورکړي ، په داسې حال کې چې پخپله د بشری حقوقو له بدنامو مخینو سره لاس اوګریوان شوې ده .