چین کښې د افغانستان سفیر خپل کار پریښود
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د افغانستان سفیر «جاوید احمد قائم »د طالبانو لخوا د کابل په نیولو پسې د څو میاشتو د معاش له نه ترلاسه کولو وروسته د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کښې خپل کار پریښود .
جاوید احمد قائم په یوه (۱)لیک کښې چې په جنورۍ میاشت کښې سپارل شوی او ټویټر پاڼې باندې هم خپور شوی وویل په چین کښې د افغانستان په سفارت کښې ډیرې ډیپلوماټان له وړاندې څخه تللي دي او د طالبانو موقته حکومت د تیر میلادي کال له اګست میاشتې راهسې دوې ته معاشونه نه دي ورکړي .
په چین کښې د افغانستان سفیر جاوید احمد قائم زیاته کړه نور ډیر شخصي او حرفه دلایل هم شته خو زه نه غواړم چې هغه بیان کړم .
چین له افغانستان سره یو(۱) لنډ سرحد لري او پیکینګ افغانستان ته تراوسه ډيرې مرستې استولي دي .
په چین کښې د افغانستان سفیر جاوید احمد قائم وویل د سفارت لپاره نوی سړی ټاکل شوی چې ښاغلی «سعادت» نومیږي.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د جاوید احمد قائم پرځاې د نوي کس د ټاکلو په هکله څه نه دي ویلي خو د چین د خارجه وزارت ویاند «وانګ وین بین »پرون وویل جاید احمد له چین تللی دی او نور جزیات یې ورنکړل چې هغه چیرې لاړ دی .