د هندوستان ښاریز د کورونا څو واکسینونه وهلي دي ؟
زمونږ خبریال وايي په هندوستان هیواد کښې هره ورځ عجیبه او په زړه پورې پیښې رامینځته کیږي چې ډیرې حیرانونکي دي .
همدا اوس د هندوستان یوه(۱) ښاریز د کورونا ویروس یو (۱) نه دوه (۲) نه بلکې یولس(۱۱) واکسینونه وهلي دي .
د هندوستان رسنیو ویل د هیواد د بیهار صوبې څلور اتیا (۸۴) کلن ښاریز د کورونا ویروس یولس (۱۱) واکسینونه وهلي دي او پولیسو د هغه پرضد دوسیه جوړه کړي ده .
د هندوستان دغه څلوراتیا (۸۴) کلن سړی هغه وخت د خبرونو په سر کښې ورغی چې کله د بیهار صوبې د روغتیا ادارې کارکونو هغه وخت نوموړی سړی ونیوه چې د کورونا ویروس د دولسم (۱۲) ډوز د وهلو کوشش یې کاوه .
د هندوستان دغه سړي ادعا کړي ده چې یولس (۱۱) ځله د کرونا واکسین له وهلو وروسته زه له ډیرو سختو ناروغیو څخه خلاص شوی یم کومې چې ما درلودلې .
د هندوستان دغه ښاریز وویل ما د بیلابیلو تذکرو او شناختي کارډونو په کارولوسره د کورونا ویروس یولس (۱۱) واکسینونه وهلي دي .