امریکا تر راتلونکي ۴۸ ساعته پوري له اوکراین څخه وځي
امریکایي رسنیو راپور ورکړي چي واشنګټن به تر راتلونکې ۴۸ ساعتونو پوري د اوکراین له پلازمیني څخه خپل ټول پرسونل وباسي.
په وروستیو ورځو کې په اوکراین باندې د روسیې د برید په هکله د امریکایي چارواکو تبلیغات زور اخیستي او په اوکراین کې د امریکې سفارت په یوه ټوییټ کې ادعا کړې وه چي د اوکراین په سرحد کې د روسي فوځيانو د حضور له زیاتېدو څخه پرلپسې راپورونه د یوې بې ساري فوځي اقدام ښودنه کوي.
دریو امریکایي سرچېنو د امریکا «سي بي اس» خبري چېنل ته ویلي چي د امریکا دولت چمتووالي نیسي چي په راتلونکي ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پوري د اوکراین له پلازمیني «کی یف» څخه ټول امریکایي پرسونل وباسي.
تر دې مخکې هم د امریکا دولت په اوکراین کې د سفارت غیرضروري کارکوونکو ته امر کړی و چي له اوکراین څخه ووځي.
د امریکې دولت په وروستیو ورځو کې په روسیې باندې د فشار په موخه په تبلیغاتو لاس پوري کړي او روسیې ته ګواښ کړی دی چي په اوکراین باندې د برید په صورت کې به مسکو له سختو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخامخ شي.
د ناټو او د امریکې چارواکو ادعا کوي چي روسیه ممکن دی هره شېبه په اوکراین پراخ برید وکړي او په دې پلمې سره اوکراین ته وسلې استوي او د روسیې سرحدونو ته نژدې ختیځه اروپا ځواکونه لېږدوي.
اوکراین ته د وسلو لېږد او په ختیځه اروپا کې د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کېدا د روسیې لپاره امنیتي اندېښنې رامینځ ته کړي او په دې هکله یې په ځلونو لوېدیځو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړی دی.