امریکادې د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کولولپاره لافعال عمل وکړي 
(last modified Wed, 16 Feb 2022 09:00:34 GMT )
Feb 16, 2022 13:30 Asia/Kabul
  • امریکادې د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کولولپاره لافعال عمل وکړي 

 وانګ ون بین  زیاته کړې ده ،مونږ د پیچلو موضوعګانو په باب په فعال ډول مینځګړیتوب ته دوام ورکوو او عملی او ښو حل لارو ته د درستو لورو د رسیدا لپاره هڅه کوو .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ،د چین د خارجه وزارت ویندوي په ویانا کې د روانو نړیوالو ایټمي خبرواترو په باب په نوي دریځ کې ووئيل ،امریکا باید د ایراني لوري دمتقابلو ګامونو په مقابل کې لازیات فعال اقدامات ترسره کړي .

په راپور کې وئيل شوي ، وانګ ون بین  بیګا د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  دخبرواترو له ترسره کیدا سره په یووخت،په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو خبرې اترې  نهائي مرحلې ته رسیدلي  او اصلي لارې ته د موافقې دبیرته ګرځولو لپاره یو مهم فرصت برابر شوی دی .

د چین دخارجه وزارت ویندوي  ووئيل و امریکاباید د ایران د ایټمی موضوع د  ګرَم په توګه د ایراني لوري د متقابلو ګامونو په بدل کې لازیات ګامونه پورته کړي څو باقي پاتې درستې مسئلې  په لنډ وخت کې حل شي .

 وانګ ون بین  زیاته کړې ده ،مونږ د پیچلو موضوعګانو په باب په فعال ډول مینځګړیتوب ته دوام ورکوو او عملی او ښو حل لارو ته د درستو لورو د رسیدا لپاره هڅه کوو .

په عین حال د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم بیګا د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن له مشر جوزف بورل سره په ټيلیفوني خبرو کې وئيلی دي،د نړیوالې ایټمي موافقې نهائي نتیجه د لویدیځي لوري له مسئولانه چلند سره مشروطه ده.

 

ټیګونه