د يوکرائن په بهانه د روسيې په خلاف د لويديځ ظاهري بنديزونه
د روسيې لخوا د يوکرائن په ختيځ کښې د ډونېټسک او لوهانسک په رسميت پېژندلو اعلان د لويديځ ردعملونه رابرسېره کړي دي. په دغو ردعملونو کښې د مېنسک د موافقه ليکونو د خلاف ورزۍ په توګه د غندلو ترڅنګه د روسيې په خلاف بنديزونه ولګېدل. خو دغه بنديزونه له دې زيات چې واقعي او تاثير کؤنکے اړخ ولري نمائشي او ظاهري اړخ لري.
د امريکې ولسمشر جوبائيډن د ولاديمير پيوټن لخوا د ډونېټسک او لوهانسک د خپلواکۍ په رسميت پېژندلو له اقدامه وروسته په خپله وړومبنۍ وېنا کښې د دې به په بيانولو سره چې چې د ولاديمير پيوټن اقدام په يوکرائن باندې د يرغل شروع ده د ماسکو او د روسيې د دوو سترو مالي ادارو به خلاف د بنديزونو د لګولو خبر ورکړ. د امريکې د خزانه دارۍ د وزارت د اعلان له مخې د روسيې وي اي بي او پي اېس بي بېنکونه د امريکې د بنديزونو په لېسټ کښې شتون لري. د امريکې د خزانه دارۍ وزارت ادعا کړې ده چې د روسې دغه دوه مالي ادارې د روسيې د عمومي او دفاعي مالي بودجې په پوره کولو کښې مهم رول لري.
اروپائي اتحاديې هم د روسيې په خلاف د بنديزونو د يو پېکج د عملي کولو خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ډوما درې سوه يو پنځوس غړي او اويشت نور شخصيتونه او ادارې په نښه کوي. د دغې اتحاديې د بهرني سياست د مشر جوزف بورل د اعلان له مخې د ډونېټسک او لوهانسک او اروپائي اتحاديې ترمېنځ اقتصادي تعلقات پرې شوي دي او همدارنګ روسيه به د اروپائي اتحاديې مالي بازارونو او سرمائې ته لاسرسائي ونه لري. همدارنګ د جرمني وزير وزيراعظم اولاف شولټز د نورډ سټريم – ۲ نومې د ګېسو پائپ لائن د عملي کېدو د زوړند په حال کښې د راوستلو حکم ورکړ. د روسيې د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر مرستيال ديميتري مدودف د دغه اقدام په ردعمل کښې وويل: پکار دے په اروپا کښې د هر زر مربع مکعب ميټرو ګېسو د بدله کښې د دوه زره يورو ادا کولو په طمه اوسوو.
خو د روسيې په خلاف د بې مخينې بنديزونو د لګولو په باره کښې د لويديځ د مخکېنيو ګواښونو باوجود د لويديځوالو اعلان شوي بنديزونه زياتره نمائشي او سېمبولېک اړخ لري او د يوکرائن د ختيځ د مسئلې په وړاندې د روسيې د تګلارې د بدلېدو په خاطر هغې ته موثره زيانونه نه شي رسولې. دې ته په پام سره چې د روسيې مرکزي بېنک او مالي نېټ ورک هم هغه شان خلاص دي او د خپلو تېلو او ګېسو د خرڅولو او صادراتو پېسې د بېنک له لارې وصولولې شي، د امريکې لخوا د دوو بېکونو بائيکاټول زياتره رسانه اي تبليغات دي. همدارنګ په اوس حال کښې د روسيې ټول بېنکي نېټ ورک ته د لاسرسائۍ امکان نشته. همدارنګ تر هغه وخته چې اروپائي هېوادونه له روسيې ګېس اخلي او پېسې يې ورکوي ماسکو به اروپا ته د ګېسو د صادراتو د بندولو اقدام ونه کړي. خو که د روسيې ټول بېنکي او تجارتي نېټ ورک بائيکاټ شي او روسيې ته د پېسو د ادائېګۍ امکان شتون ونه لري نو نور به ضروري نه وي چې ماسکو اروپا ته د ګېسو صادرولو ته دوام ورکړي ځکه چې په بدله کښې به يې پېسې نه وصولوي.
له بلې خوا روسيې چين ته د ګېسو د صادرولو اوږدمهاله معاهده لاسليک کړې او د دغه هېواد د تېلو د مشتريانو لپاره هم تقريباً دغه شان حالات موجود دي. په حقيقت کښې د روسيې د بېنکونو په بشپړه توګه بائيکاټول او آزادو مبادلاتو ته د لاسرسائۍ پرې کول خپله اروپا ته هم سخت زيان رسوي. د روسيې له ګېسو سره د اروپا څلوېښت فيصده وابستګۍ ته په پام سره اصلاً د اروپايانو لپاره د بشپړه بائيکاټ امکان نشته. د نورډ سټريم – ۲ نومې ګېس پائپ لائن بائيکاټ هم يوازې سېمبولېک شکل لري، ځکه چې دغه پائپ لائن لا عملي شوے نه دے. په حقيقت کښې له يو بل سره د روسيې او لويديځ دوه اړخيزه وابستګۍ په وجه لويديځوال د سختو زيانونو او تاوانونو له زغملو نه بغېر روسيه نه شي بائيکاټولي.
----------