امریکااو ناټو دې په مختلفو هیوادونو د حملو په دلیل بخښنه وغواړي
(last modified Fri, 25 Mar 2022 07:44:46 GMT )
Mar 25, 2022 12:14 Asia/Kabul
  • امریکااو ناټو دې په مختلفو هیوادونو د حملو په دلیل بخښنه وغواړي

د چین دخارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې ، امریکا او ناټو  په داسې وضعیّت کې نه دي ، چې  دوي ته اجازت ورکړل شي ، چې د  بل هیود لپاره داخلاقي اصولو  د صادرولو حکم ورکړي .

 د چین د خارجه وزارت ویندوئې هوآ چونینګ  بیګا  په یولړ څرګندونو کې  پر امریکا او ناټو ځواک غږ کړی،نورو  ته داخلاق له درس ورکونې مخکې دې  دهغو تاوانونو په خاطر  چې  د یوګوسلاویا ، عراق ، سورئې او افغانستان په څير هیوادونو ته  ئې اړولي دي ، بخښنه وغواړي .

  هوآچونینګ  دغه راز ووئيل ، ۳۳کاله مخکې د ۱۹۹۰کال د مارچ په ۲۴ نیټه  ناټو په یوګوسلاویا باندې په حملې سره په دغه هیواد کابو  دوه زره درې سوه  توغندي او څه دپاسه څوارلس زره بمونو وغورځول له  هغوڅخه د توپو د  یورانیم لرونکو ګولیو  او غونچه ایزو بمونو  ته اشاره کولی شو . د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ، امریکا او ناټو  په داسې وضعیّت کې نه دي ، چې  دوي ته اجازت ورکړل شي ، چې د  بل هیود لپاره داخلاقي اصولو  د صادرولو حکم ورکړي .

 هغې ټينګار کړی ، امریکا  او ناټو  دې د اخلاقي اصولو له هرډول تدریسه مخکې بخښنه وغواړي او  د یوګوسلاویه ، عراق ، سورئې او افغانستان  د خلکو کړاؤنه ،تاوانونونه  او دربدري  دې جبران کړي .  

 

ټیګونه