امانوئل مکرون د فرانسې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل
ایران پرس خبري اژانس وايي د فرانسې اوسني ولسمشر امانوئل مکرون په څه د پاسه اته پنځوس(۵۸) فیصده رایو سره د ولسمشرۍ انتخابات وګټل .
امانوئل مکرون پرون د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د ملي ټولنې د ښې پالي سرزوري ګوند له کاندیدې میرمنې مارین لوپن سره سیالۍ وکړه .
د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د لومړیو نتیجو پراساس اوسني ولسمشر امانوئل مکرون اته پنځوس اعشاریه دوه فیصده او میرمن مارین لوپن هم یوڅلویښت اعشاریه اته فیصده رایې ترلاسه کړي دي .
مکرون د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کښې چې د اپریل د میاشتې په لسمه نیټه شوي وو توانیدلی و چې اوه ویشت اعشاریه څلوراتیا فیصده رایې وګټي او مارین لوپن هم درویشت اعشاریه پینځلس فیصده رایې ګتلي وې .
د فرانسې خلکو په تیرو څو ورځو کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د بایکاټ کولو غوښتنه کوله .
د فرانسې خلک امانوئل مکرون او مارین لوپن نالایقه او بد کسان ګڼي .
د فرانسې ولس په تیرو څو کلونو کښې د خپل اقتصادي حالت د خرابیدا او د انفلاسیون په زیاتیدا باندې اعتراض کښې په ځلونو واټونو ته راوتلي دي او مظاهرې یې کړي دي .