د اوکراین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره خبرې کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116434-د_اوکراین_ولسمشر_د_روسیې_له_ولسمشر_سره_خبرې_کول_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل زه غواړم چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نیغ په نیغه خبرې وکړم او دغه خبرې به د مینځګړیو له لارې ترسره نشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 26, 2022 04:17 Asia/Kabul
  • د اوکراین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره خبرې کول غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل زه غواړم چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نیغ په نیغه خبرې وکړم او دغه خبرې به د مینځګړیو له لارې ترسره نشي .

هغه د سویزرلینډ په ډاووس ښار کښې د اقتصاد په نړیوالې غونډې کښې ګډونوالو ته په وینا کښې وویل که  چیرې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حقیقت درک کړي نو  له دغه جنګ څخه د وتلو لپاره د ډیپلوماټیکې حل لارې د موندلو امکان شته .

هغه وویل اوکراین به د خپلو ټولو ځمکو تر بیرته راوړلو لپاره جنګ ته دوام ورکړي .

روسیې تراوسه پورې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي د دغه وړاندیز په هکله څه نه دي ویلي .